لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او پاکستان په ګډون د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې فېسبوک او انسټاګرام ناڅاپه بند شول


د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو شکایت کړی چې د مشهورې نړیوالې ادارې مېټا دوه نیټورکونه فېسبوک او انسټاګرام یې ناڅاپه بند شول او لاسرسی ورته نه لري.

رویټرز خبري اداره وایي د دغو ټولنیزو رسنیو فعالیت د امریکا په وخت د ورځې شاوخوا لس بجې ودرېد او شاوخوا یوه نیمه ګنټه یې کېږي خو لا یې بیرته کار نه دی پیل کړی.

د رپوټونو له مخې شاوخوا درې لکه کسانو سمدستي د مېډیا ادارې ته د فېسبوک او څلور لکه کسانو د انسټراګرام د کار نه کولو په اړه شکایت وکړ.

د مېټا ادارې ویاند اینډي سټون پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، "موږ په دې خبر یو چې خلک زموږ خدماتو ته په لاسرسي کې ستونځې لري، موږ اوس پر دې باندې کار کوو".

د وي او اې په ګډون د غټو مطبوعاتي ادارو هم د ټولنیزو شبکو دې دوو پاڼو ته لاسرسی پرې شوی. ځینو کسانو ویلي چې په یورپي او د جنوبي اېشیا په هیوادونو کې هم د مېټا خدمات ګډوډ شوي او لاسرسی نه ورته کیږي.

د وي او اې ډیوه اکثره خپرونې هم نن سبا له سټلایټ سره سره پر فېسبوک هم په ژوندۍ بڼه خپرېږي خو د فېسبوک د بندېدو له کبله دا خپرونې هم له خنډ سره مخ دي.

نور وروسته...

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG