لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مومندو قباېلي سيمه کې د ٫٫ضربِ دريم٬٬ پوځي عملياتو ګواښ


"يو اپرېشن، دويم اپرېشن، دريم، څلورم ....... او راځۍ بيا له سره"

د 2004م کال راهسې د پاکستان او افغانستان په پوله باندې د پاکستان تر واک لاندې قباېلي سيمو کې د پوځي اپرېشنونو شمېر کې کېدې شي هرسړې تېر اوځي ځکه چې پوځ له تېرو پيځلسو کالو راهسې يو کال د يو اپرېشن اعلان کوي او بل کال د بل اپرېشن، يوځل دعوه اوکړي هغه اپرېشن کامياب شو بل ځل وايي په دغه فلاني اپرېشن کې ټول باجوړ د وران کارو نه پاک شو. خو دسيمې خلک چې سبا پاسي نو په رېډيوګانو د بل پوځي اپرېشن "بيادرغلم " اعلان واؤري. د تېرو 15 کالو راهسې د پوځ هم دغه لوبه روانه ده چې څوک هم تراوسه په سرسوکه پوهه نه شو چې وران کاري ختم شول اوکه نور په ځاې کړل شو.

د لکړو ګل شاه ملک وايي قباېلي مشرانو ته په غلنۍ کې پولټيکل انتظاميې او پوځي چارواکو ګواښ ورکړې د اختر نه وروسته چې چرته هم بمي چاودنه اوشوه نو پوځ به هلته ټول کلی ورا نوي. د پوځیانو د دغه ګواښ په اړه د پاکستان پوځ، یا پولېټېکل انتظامی کوم لیکلی یا ویلی بیان نه دی ورکړی.ګل شاه ملک ډيوه ريډيو سره په مرکه کې ويلي قام د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې د پوځ سره ملګری دی خو که د بې ګناه خلکو کورنه ورانېږي نو دا به خبره خانه جنګۍ له بوځي

داسې کار په نور پاکستان او نه هم د نړۍ په بل هېواد کې کېداې شي چې چاودنه به د چاخبره د شاه ولي کاکا د کورنه 300 ميټره لرې کېږي او تپ به يي شاه ولي کاکا ته رسيږي.

نو بيا هغه د چا خبره باران په چکدره اوشو او خره يي د راموړې يوړل

د مومندو يو بل ملک رسول خان حاجي هم د ډيوه رېډيو په پروګرام کې دغه ډول اندېښنې څرګندې کړي دي ـ نوموړي ويلې په سيمه کې بې باوري ده او په دې خبره حېران دی چې دا قام به رياست څاتي او که د ا د رياست ذمه ده چې خپل قام له امن او خوشحالي ورکړي

هرڅه که د پوځي کمانډنټ دغې ګواښ په مومندو کې عام خلک اندېښمن کړي دي خو دفاعي څېړنکار برېګېډير سعد محمد خان وايي پوځ د ضرب دريم عملياتو د پاره کومې ښکاره تيارۍ نه دي نيولي خو د قبايلي سيمې مومندو اېجنسۍ په ځنو برښو کې يووارې بيا بدامني زياته شوي چې امنيتي ادارې به يي مخه نيسي خوزياتويکه پوځ دغلته د ضرب دريمعمليات کوي هم ، نو دا به په محدوده پېمانه وي

څيړونکي د پاکستان په پوځ نيوکې کوي چې دوي ځنې وسله والې ډلې خپل سټرټيجک ډېپت ګڼي او ختمول يي نه غواړياو که په ښکاره پرې بنديزونه او لګوي نو بيا هم دغه ترهګر تنظيمونه په نورو نومونو خپلې تندروه هلې ځلې جاري ساتي

په ورستيو کې مومندو ته څيرمه بندوبستې علاقو کې عينې شاهدينو ډيوه رېډيو ته ويلي د کالعدم جېش محمد تنظيم غړي په جماعتونو کې ښه په ښکاره چندې ټولوي او ځوانانو له د جهادي تربيت بلنې ورکوي خو نه پوځي چارواکي او نه نورې امنتي ادارې د ترهګرۍ د خورولود دغه هلو ځلو مخ نيوی کوي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG