لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلق به وويني چې پي ټي ایم غټې جلسې کولی شي که نه؟


د وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ويلي دي خلق به وويني چې پي ټي ایم غټې جلسې کولی شي که نه؟ هغه وویل، "دوه ورځې وړاندې اصف غفور ويلي وو چې پي ټی ایم جلسه نه شي کولی، سبا به وگوري چې کولی شي که نه"

MNA Mohsin Dawr talks about Election at Hudson
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:37 0:00

نوموړي دا خبره د پي ټي ایم لخوا په شپاړسم اکتوبر په پاکستان کې د اعلان شوې جلسو په اړه وکړه.

د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل اصف غفور په لندن کې مطبوعاتو ته ويلي وو چې منظور پښتین نورې غټې جلسې نه شي کولی.

ښاغلي داوړ د امرېکې په سر ښار واشنگټن ډي سي کې څېړنيز مرکز هډسن کې یوې غونډې ته وویل دا ویل سم نه دي چې پي ټی ایم وس جلسې نه شي کولی. "پي ټي ایم د روژې میاشت او بیا په پاکستان کې د عمومي ټاکنو په وجه دمه کړې وه خو جلسې وس روانې شوي دي"

Mohsin PTM use of Social Media
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00

د هډسن انسټي ټیوټ د غونډې کوربه د پاکستان پخوانی سفير حسین حقاني وو او په میلمنو کې په افغانستان او پاکستان کې د امرېکې پخواني استازی رچرډ وولسن، د دفاع وزارت پخوانی مرستیال وزير ښاغلی سیډني او د امرېکې د خارجه وزارت ځيني نمایندگان هم ناست وو.

د ښاغلي داوړ په خیال په پاکستان کې وس هم د خلقو د بې درکه کولو او په زور د خاموشه کولو لړۍ روانه ده. محسن داوړ وویل په پخوانۍ فاټا کې د انگریزانو د زمانې د تور قانون لاندې د انساني حقونو د سرغړونې عمل لا ختم شوی نه دی.

MNA Mohsin Dawr talks about FCR at Hudson
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:08 0:00

محسن داوړ د ېو تپوس په ځواب کې وویل د پي ټي ایم تحریک به تر هغې روان وي تر څو ټولې غوښتنې منل شوي نه وي.

محسن داوړ د پاکستان د پوځ دغه دعوا هم رد کړه چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو په نتيجه کې امن په ځای شوی دی، "امن نشته دی وس هم د خلقو وژنه روانه ده" هغه وویل ددې وجه داده چې تر هگر نه دي وژل شوي "د طالبانو یو هم مهم مشر نه دی وژل شوی" د محسن داوړ په خیال هلته طالبان وس د امن کمیټیو په نوم خلق تنگوي.

د پاکستان پوځ دعوا کوي چې شمالي وزیرستان یې د شر خوښو څخه صفا کړی دی او هلته وس ځاي خلق په امن پاتې کیږي، د پاکستان پوځ په ورستیو کې د وزیرستان په یونس خان کرکټ میدان کې د کرکټ یو شمیر مقابلې هم تابیا کړي دي، د څیړونکو په خیال پوځ ددې لوبو د جوړولو نه دا پیغام ورکوي چې هلته وس امن دی.

په هډسن کې د محسن داوړ نه په افغانستان او پاکستان کې د امرېکې پخواني استازي رچرډ وولسن وپوښتل چې ستاسو په خیال په پاکستان کې ښه طالبان څوک دي؟

Mohsin PTM Struggle
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00

ښاغلي داوړ ورته په ځواب کې وویل چې په شمالي وزیرستان کې به کله نا کله افواه خپره شوه چې پوځي عملیات کیږي خو ځاي خلقو به یقين نه کوو "خو چې کله حقاني شبکه د وزیرستان نه ووتله نو خلقو وې وس به خامخا عملیات کیږي".

د هغه د پوښتنې وړاندې ښاغلي داوړ گډون والو ته وویل ښه طالبان وس د امن کمیټۍ په نوم یو ځای بل ځای فعاله دي.

د محسن داوړ د غونډې کوربه او په واشنگټن کې د پاکستان پخواني سفير حسین حقاني غونډې ته وویل چې پاکستان یواځې د هغو طالبانو په ضد عملیات کوي چې د پاکستان مفاداتو ته نقصان رسوي، د هغه په خیال "پاکستان هغو طالبانو ته هیڅ نه وايي څوک چې په افغانستان کې حملې کوي"

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG