لاس رسیدونکی لینک

 
بره کورمه کې د امن د تړون له مخې نورې 10 مورچې نړول شوي
تازه خبر

بره کورمه کې د امن د تړون له مخې نورې 10 مورچې نړول شوي


د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې د مورچو نړولو لړۍ دوامداره ده اؤ سرچینې وایي چې د سولې د شوي تړون له مخې په بره کورمه کې نورې 10 مورچې هم رانړول شوې دي.

پاکستاني رسنیو د خالي- شنبې په ورځ د سیمې څخه امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې دا مورچې د بره کورمې په پېواړ اؤ ګیدو سیمو کې نړول شوې دي.

د سرچینو په وینا تېره میاشت په کورمه کې د امن د ټینګښت لپاره د شوي تړون له مخې تر دې مهاله 48 مورچې ویجاړې کړل شوې دي.

په کورمه کې د پېښ شوي تاوجن حالت له امله د ټل - پاړا چنار مرکزي سړک د تېرو نزدې څلورنیمو میاشتو راهسې تړل شوی چې له امله یې د سیمې خلک د سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د سړک تړل کيدو له امله د یادې سیمې خلک د خوراکي توکو اؤ د علاج په اسانتیاؤ کې د مشکلاتو سره مخ دي اؤ هم د ملکه بهر تلونکي مسافر اؤ طالبعلمان پخپلو سیمو کې بند پاتې شوي دي.

د فرورۍ په درېيمه نیټه پېښور کې د شيعه او سني ټولنو د مشرانو ترمنځ د ټل۔پاړاچنار لارې د پرانستلو، وسلې غورځولو او په سيمه کې پاتې مورچو ړنګولو په هکله جرګه شوې وه.

د جرګې غړو هیله ښودلې وه چې ډیر زر به د کورمې د شخړې حل راوباسي.

تر دغې جرګې وړاندې د فرورۍ په دويمه اسلام اباد کې هم د کورمې د شخړې حل را ايستو لپاره د شيعه او سني ټولنو ترمنځ جرګه شوې وه.

د جنورۍ په ۳۱مه په کوهاټ کې د حکومت په مرسته دواړو فريقينو ترمنځ جرګه شوې وه چې پکې د شوې لوظنامې څوارلس نکاتو عملي کولو په لړ کې دواړو خواو حکومت ته د کمېټيانو جوړولو لپاره د څوارلسو، څوارلسو تنانو نومونه ورکړي وو.

پېښور کې له شوې جرګې وروسته جلال د انجمن حسينيه جنرل سيکرټري جلال حسین بنګښ ډیوه ته ویلي وؤ، دا د کوهاټ د امن تړون تسلسل دی او دوی په خپل منځ کې دا اوسنۍ ناسته د سرکار بغېر کوي او هيله ده، په دې کې به زياتره شخړې هوارې شي، لارې به خلاصې شي او نور مشکل به حل شي.

هغه ویلي وؤ"کومه بې باوري چې زمونږ په منځ کې ده هغه به له منځه لاړه شي او ان شاالله د يو بل مقدسو ځايونو احترام او د ټولنيزو رسنيو کارول به د دغو خبرو د لارې سم شي".

د کورمې د شخړې هواري لپاره د جنورۍ په وړومبۍ نېټه کوهاټ کې د حکومت په مرسته شوې جرګه کې دواړو ټولنو ترمنځ امن تړون لاسليک کړی وو.

خو د دغې لوظنامې لاسليک کېدو وروسته هم په کورمه کې نه وسله راغونډه کړل شوې او نه ټل۔پاراچنارلاره په مکمله توګه پرانستل شوې ده.

عزت ګل اورکزی د حکومتي جرګې مشر وايي "مورچې يا بنکرې ړنګې شوي او مونږ لويه جرګه کورمې ته ورغلي وو او مورچو ورانولو باندې عمل شوی دی".

د کورمې انتظاميې چارواکي وايي پاړاچنار او نورو سيمو ته خوراکي توکيو قافلې د ټل۔پاړاچنار په لاره وخت په وخت روانې دي او دې ترڅنګ په کورمه کې ۲۶۷ شخصي مورچو کې په بالشخېل او ښارکلي کې ۲۰ پورې مورچې ړنګې کړل شوي دي.

په کوزه کورمه کې تېرکال په 21م نومبر د مندوري په علاقه کې د پاړاچنار نه پېښور ته د تلونکو مسافرو په ګاډو وسله وال بريد شوی ؤ چې د 45 پورې کسان پکې وژل شوي وو.

تر دغه برید وروسته په کورمه کې حالات سخت تاوجن شوي وؤ اؤ په بیلابیلو سیمو کې د شیعه اؤ سني ټولنو تر منځ نښتو کې په لسګونو کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.

ددې تر څنګ د سیمې نه رپورټونه ترلاسه شوي چې وسله والو په ګڼو سیمو کې د خلکو کورونه اؤ دوکانونه هم سوځولي اؤ په زرګونو خلک د کورمې نه د سر پناه په تکل کې کډوالۍ ته اړ شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG