لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړۍ کې د مور او ماشوم روغتیا په تیزۍ سره په ښه کېدو ده


دا مهال په نړۍ کې د ماشوم د زېږون په وخت د میندو او ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو کچه حتي په غریبو هېوادونو کې هم ښه شویده.

دا د ملګروملتونو د هغه نوښت پایله ده چې نوم یې ٫٫ هره میرمن هر ماشوم٬٬ دی.

د هرې ښځې او هر ماشوم په نامه دغه پروګرام په ۲۰۱۰ کال کې پیل شوی وو چې د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او په ګډون پکې تر ۸۰۰ زیاتې ادارې راټولې شوې وې.

د مور او ماشوم د روغتیا د برخې یوې چارواکې هیلګا فاګسټید وايي: ٫٫ اوس زیاتو ښځو ته د ماشوم د زیږون په وختاو له زیږون نه مخکې او وروسته مسلکي خدمات رسیږي. همدارنګه ماشومانو ته تر پخوا ډیر واکسین ورکول کیږي.٬٬

حکومتونو او شخصي ادارو د حمل او د ولادت پرمهال د میندو د ښې روغتیا په برخه کې تر ۴۵ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې پیسې لګولي دي.

په دغو پیسو داعیې روزل شوي او د ښځو، ماشومانو او نویو ځوانانو لپاره پرې مغذي خوراکي توکي اخیستل شوي او ورته د تعلیم، پاکوالي او پاکو اوبو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شویدي.

ددغو کارونو له امله د ۱۹۹۰ کال راهیسې د حاملګۍ او زیږون پرمهال د میندو په مړینه کې ۴۴ فیصده کموالی راغلی.

دا سترې بشري لاسته راوړنې ګڼل کیږي چې د اقتصاد له پلوه هم ګټې لري.

حکومتونه زیاتې هغه پیسې اوس سپموي یا بچت کوي چې پخوا به یې د ناروغیو په درملنې باندې لګولې.

له بلې خوا روغ خلک د هېوادونو له د اقتصاد د پراختیا سره مرسته کوي.

پدې اړه هیلګا وايي: ٫٫ د ښځو، ماشومانو او نویو ځوانانو د روغتیا په برخه کې هر ډول پانګونه د هیوادونو له اقتصاد او جي ډي پي سره مرسته کوي.٬٬

نږدې ټولې هغه ناروغۍ چې د مخنیوي او وقايې وړ دي هغه په غریبو او د منځنۍ کچې په هېوادونو کې دي.

په ۲۰۱۵ کال کې تر درې لکو زیاتې ښځې د امیدوارۍ یا حاملګۍ او زیږون پرمهال مړې شویدي چې اکثره ژغورل کیدای شوې.

په همدې کال په نړۍ کې نږدې شپږ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کالو نه کم وه د هغو ناروغیو له امله مړه شویدي چې د مخنیوي او درملنې وړ وې.

دا پدې معنې چې هره ورځ ۱۶۰۰۰ ماشومان مړه کیږي او هدف اوس دا دی چې ددغو شمېرو د کموالي په برخه کې پرمختګ وشي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG