لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سېنېټ پروېز مشرف دپاره د دعا څخه انکار کړی


مشرف د اتوار، يکشنبې، په ورځ په دوبۍ کې ساه ورکړې او د ګل، دوشنبې، په ماسخوتن يې مړی کراچۍ ته منتقل کړی شو
مشرف د اتوار، يکشنبې، په ورځ په دوبۍ کې ساه ورکړې او د ګل، دوشنبې، په ماسخوتن يې مړی کراچۍ ته منتقل کړی شو

په پاکستان ایين د ماتولو په جرم د مرګ سزا سره مخامخ کړی شوی د پاکستان د پوځ پخواني مشر پرويز مشرف جنازه د نهې، سه شنبې په ورځ په کراچۍ کي وشوه او د کراچۍ په یوه پوځي ادیره کې خاورو ته وسپارل شو.

مشرف د اتوار، يکشنبې، په ورځ په دوبۍ کې ساه ورکړې او د ګل، دوشنبې، په ماسخوتن يې مړی کراچۍ ته منتقل کړی شو.

د پاکستان د سينټ غړو د اېوان په غونډه کي مشرف لپاره د دعا څخه انکار کړی او هغه یې د قام مجرم او سند يافته غدار بللی دی

د ګل، دوشنبې، په ورځ د سېنېټ چېیر مين صادق سنجراني د اېوان د غونډې پيل کيدو وروسته مشرف په حق کي د لاس نيوي یا د فاتحې غږ وکړ خو د ايوان اکثريتي غړو، چې پکي زياتره د حکومتي ګوندونو سېنېټران شامل وو، مشرف دپاره يې د دعا مخالفت وکړو او ويې وېل چې هغه دپاره به دعا نه کېږي.

په سېنېټ کې د تحريک انصاف د غړو مشر ډاکټر شهزاد وسيم هم مشرف دپاره د دعا غوښتنه وکړه خو د سېنېټ نورو غړو په چغې وهلې او د پي ټي ايي د سېنېټر خواست يې مسترد کړو

د جمات اسلامى سنيټر مشتاق احمد ته وويل چي دعا وکړى خو هغه د دعا کولو نه انکاروکړو او ویې وويل" پرويز مشرف د قام مجرم دې او يو سند يافته غدار دی. "

سېنېټر مشتاق وویل مشرف د قام سره جرم کړی، دوه ځله يې ايين مات او د هغه په قول پاکستان يې په پردي جنګ کې دیکه کړی دی. هغه زیاته کړه چې د ترهګري ضد جګړې له وجې چې کوم اور په خيبر پښتونخوا او بلوجستان کي لګيدلې دې د دي ذمه وار مشرف ٶ

بل لور ته دپاکستان قامى اسمبلۍ کي دغړو وينا وه چې پخوانې امر پرويز مشرف د پاکستان عدالتى تاريخ کې يواځينې کس دې چا ته چې د سنګين غدارۍ په جرم کې د مرګ سزا شوې ده.

غونډې ته وينا کي د شمالى وزيرستان نه د قامى اسمبلۍ غړي محسن داوړ وويل،" د طاقت په نشه کې چې کوم مست خلک دي د هعوى لپاره د ورځ د عبرت نښه ده او نن په ټول ايوان کي د پرويز مشرف د فاتحې لپاره هم څوک تيار نه ٶ او ډير په مشکل سره دي لپاره يو کس تيار کړې شو."

محسن داوړ وويل پرويز مشرف ته د عدالت لخوا ورکړې شوي دمرګ سزا حکم منلو په ځاؽى که که پخوانې امر په سرکاري دراناوي سره خاورو ته اوسپارلې شو نو تاريخ به دوى معاف نکړي.

نوموړى زياته کړه په پاکستان کي چې د ادارو تباهى مونږ ګورو نو هغه ځکه چې دلته بعضې خلک او ادارې د هيواد هر رقم قوانينو نه اوچتې دې او که دوى ته عدالتوڼه سزاګانې هم ورکړى نو ورته سزا نه بلکه' پوټوکول' ورکولې شى.

پرويز مشرف په کال ١٩٩٩ کي د هغه وخت د منتخب وزير اعظم نواز شريف حکومت نسکور کړې او په هيواد کي ؽى مارشل لا لګولې وه٠
مشرف د وزير اعظم نواز شريف د حکومت په ضد کودتا وروسته په شلم جون ٢٠٠١ کي د هيواد د صدر په توګه څوګند پورته کړو او بيا تر ٢٠٠٨ پورى په دغه څوکؽ ناست ٶ.

که څه هم د پوځ پخوانى مشر پرويز مشرف اخرى رسمونه پوځ په دراناوي سره ترسره کړل په جنازه کي ؽى د چؽىر مين جاؽنټ چيف اف سټاف کميټى ساحر شمشاد او د پوځ پخوانى مشرانو اشفاق پرويز کيانى، مرزا اسلم بيګ او قمر جاويد باجوه ګډون درلود.

د مرکزى حکوټ لوړ پوړو چارواکو پشمول د غټو سياسى ګوندونو مشران دې جنازې ته نه ٶ ورغلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG