لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موسیقي حلاله که حرامه؟


موسیقي حلاله که حرامه
موسیقي حلاله که حرامه


گڼ شمېر اسلامي مذهبي مشران، صوفیان او دانشوران نه خو موسيقي حرامه گڼي او نه موسيقاران بې توقيره بولي، خو د اسلام ځینو نورو مننونکو په خاصه توگه د طالبانو او د هغويي د مفکورې د پلویانو دريځ بدل دی. دويي نه یواځې دا چې موسيقي حرامه گڼی بلکې موسيقاران د شیطان ملگري مني-

په جنوبي ایشیايي اسلامي هېوادونو کې د اسلام د سخت دريزه فکر لرونکو لخوا موسيقارانو ته گواښونه څه نوې خبره نه ده-

په افغانستان او پاکستان کې طالبانو په موسیقارانو په منظمه توگه حملې کړي دي.

د پاکستان په سوات کې د طالبانو یوه رقص کونکې شبانه وژلې وه او مړی یی ورله په چوک کې اویزاند کړې ؤ-

تېره اونۍ د پاکستان په قبايلي سيمه خیبر ایجنسۍ کې یو ملا باچا جان او دهغه ملگرو د موسيقۍ په یو محفل حمله وکړله او د موسیقارانو اوزار یی ځان سره یوړل او ورستو ېې د کېمرو په وړاندې وسوزول-

ډیوه ریډیو په دې موضوع د یو شمېر پوهانو سره خبرې کړي دي چې اخر ولې په اسلامي نړۍ کې د موسيقۍ په موضوع د مذهبي مشرانو، سوچ وېشل شوی دی؟

ذاهد گل خټک د مذهب اسلام یو عالم او صوفي دی. ښاغلی خټک وايي په فنون لطيفه کې د ټولو نه غوره مقام د موسيقۍ دی او اسلام د فنون لطيفه په تمدن او طرقۍ کې کردار مهم گڼي.

د ښاغلي ذاهد گل خټک مرکه

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:51 0:00

سردار علي ټکر د تیرو دېرشو کالو راهسې د پښتو ژبې د موسيقۍ یو وتلی هنر مند دی او دا وخت په واشنگټن کې د ډيوه د ېوې خپرونې روښانه فکر کوربه دی. ښاغلي ټکر وايي یو شمېر پېغمبرانو په خپله موسيقي غږولې ده

د ښاغلي سردار علي ټکر مرکه

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:04 0:00

سید محمد ابراهيم عرف باچا جان په قبايلي سيمه خیبرايجنسۍ کې د ېوې مدرسې مهتمم دی او د سلسله قادریه نقشبندیه سره تعلق لري. د باچا جان نيکه د هندوستان د بټیاله د بنور څخه د شینوارو سيمې ته مهاجر شوې ؤ. باچا جان وايي دويي موسیقي حرامه گڼي او "ډمتوبونه" بندول غواړي-

د باچا جان مرکه

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:20 0:00

ډاکټر تقي د پېشې په لحاظ یو ډاکټر دی خو دسیاسي، مذهبي او ټولنيز چارو پوهه لري او په دغه موضوعاتو په نړیوال مطبوعاتو کې ليکل کوي. ښاغلی تقي وايي د موسيقۍ خلاف تصور یواځې فقهي نه دی بلکې ددې سیاسي اړخونه دي. د هغه په خیال د سخت دريزو د موسيقۍ خلاف ودریدل سیاسي مقصدونو لري

د ډاکټر تقي مرکه

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:52 0:00

خالد محمود خان په خېبر ايجنسۍ کې پوليټیکل ایجنټ دی، ښاغلی خان وايي په سيمه کې چاته دا اجازت نشته دی چې قانون په خپلو لاسو کې واخلي. هغه وايي اوس داسې څه مشکل نه ويني چې څوک به د موسيقارانو په ضد راپورته شي-

د خالد محمود خان مرکه واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:19 0:00

.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG