لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف: هغه خلک به د ملکي حالاتو ځواب ورکوي چې عمران خان یې‌ په واک کې راوستی


Imran Khan and Maryam Nawaz
Imran Khan and Maryam Nawaz

د پاکستان مسلم لیګ نون ګوند مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف یو ځل بیا ویلي هغه خلک به د ملک اوسني خرابو حالاتو ځواب ورکوي چې وزیراعظم عمران خان یې په حکومت کې راوستی دی.‌

د لندن نه د ویډیو د لارې د خېبرپښتونخوا سوات سېمه کې نن د مسلم لیګ نون یو جلسې ته د وېنا په وخت نواز شریف ویلي عمران خان یو ګوډاګی دی او هغه خلک به ځواب ورکوي چې د عمران خان تارونه راکاږي.

نواز شریف ویلي د یو څو کسانو د غېرقانوني ګامونو لپاره ټول پوځ ذمه وار نه دی. نوموړي یو ځل بیا د پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د پوځي استخباراتي‌ادارې، ايي اېس ايي مشر لېفټننټ جنرل فېض حمید نومونه اخستي او وېلي یې دي:

“کله چې زه ووېم چې جنرل قمر جاوېد باجوه او (لېفټننټ) جنرل فېض حمید دې د دې خبرې ځواب ورکړي چې هغوي ولې د پاکستان سره داسې کړي او ولې یې پاکستان یوې کندې دې ته غورځولی، نو هغوي واي چې نواز شریف ولې زمونږ نومونه اخلي”.

نواز شریف زیاته کړې: ٫٫جنرل باجوه او لېفټننټ جنرل فیض حمید نوازشریف د وزیراعظم د څوکۍ نه لرې کړو، زه، زما ورور شهباز شریف، مریم نواز او زما د پارټۍ غړي یې په جېل کې واچول او په میډیا کې زمونږ په کردارونو ټکونه کیږي٬٬

نواز شریف دا وېنا په داسې وخت کړې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پاکستان یو شخصي ټي وي سره په مرکه کې ویلي، نواز شریف د پوځ دننه بغاوت پېدا کول غواړی اؤ په نوموړي یې یو ځل بیا د ملک سره د غدارۍ کولو تور لګولی.

عمران خان په دغه مرکه کښې وېلې نواز شریف د پوځي مشرانو په هدف کولو سره د لویې درجې غداري کړې.

عمران خان زیاته کړې: ؛کله چې دوي وايي‌ چې د پوځ مشران بد دي او باقي پوځ ښه دی،‌ نو آیا پوځ یو جمهوري پارټي ده چې د خپل مشر خلاف به د بې اعتمادۍ تحریک وړاندې کړي؟ نواز شریف پوځ‌ ته د خپل مشر خلاف بغاوت کولو لپاره وايي‌.‌ آیا ددې نه بله لویه غداري کېدی شي؟؛

عمران خان د کومو ثبوتونو ورکولو بغېر ویلي د ملک استخباراتي‌ادارو سره معلومات دي چې نواز شریف د هندوستان سره تعلقات لري.

ددې وړاندې هم نواز شریف د پنجاب په ګوجرانواله ښار کې د حکومت خلاف د سیاسي‌مخالف ګوندونو جوړ تحریک،‌ پاکستان ډېموکرېټک مومنټ یو جلسې ته د لندن نه د وېنا په وخت په پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي‌ادارې آي اېس آي‌مش فېض حمید باندې په تېرو عمومي انتخاباتو کې د لاس وهنې او د عمران خان حکومت راوستو تورونه لګولي وو.

د مسلم لیګ نون ناېب مشرې مریم نواز تېره ورځ ویلي دوي د پوځ سره په دې شرط د خبرو لپاره تیار دي چې د تحریک انصاف حکومت به لرې کوي او دا چې د پوځ‌ سره د خلکو په وړاندې خبرې کوي.

د حکومت مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) مرستیالې مشرې مریم نواز وېلې دی چې د پاکستان پوځ سره د پاکستان جمهوری غورځنګ د پلېټ فارم د لارې په مذاکراتو غور کېدلی شي خو شرط به دا وي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت به ختموول وي.

بی بی سی خبري ادارې سره ېوه مرکه کې مریم نواز ویلي چې پوځ هم د دوی اداره ده اؤ خبرې ورسره کېدلی شي شی خو دا خبرې به د دستور د چوکاټ دننه کیږی..

مریم نواز ویلي چې پوځي اسټېبلشمنټ د دوی د ګوند ځینی غړو سره رابطې کړي خو پوځ د دوی سره نیغ په نیغه تراوسه رابطه نه ده کړې. نوموړې زیاته کړې که چرته دوی پوځ سره مذاکرات کوي نو هغه به د خلکو په وړاندې وي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG