لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نایجیریا: دریوؤ ځانمرګي بریدونو کې 18 کسان وژل شوي


File Photo
File Photo

د نایجیریا چارواکي وایي شمال ختیځه نایجیریا کې د واده په یوه دستوره،یو هسپتال اؤ د جنازې په مراسمو بیلابیل ځانمرګي بریدونه شوي چې پکې 18 کسان وژل شوي او 42 نور ژوبل شوي دي.

د اتوار په ورځ د ای ایف پي خبري اژانس په رپورټ کې ویل شوي په کومه سیمه کې چې دا ځانمرګي بریدونه شوي هغه تر یوې لسیزې زیاته موده د" جهادي ډلې" بوکو حرم د تشدد څخه اغېزمنه ده خو په سمدستي توګه بوکو حرم یا بلې کومې ډلې ددې بریدونو ذمه واري نه ده قبوله کړې.

د ای ایف پي خپل رپورټ کې د ریاستي پولیسو د ویاند له خولې ویلي د خالي یا شنبې په ورځ په ګووزا نومې بانډه کې تر ترسره شوؤ دریوؤ ځانمرګي بریدونو کې یو برید هغه مهال شوی چې یوې ښځې ماشوم په خپله ملا پسې تړلی ؤ، د واده دستورې ته ورننوتله اؤ ځان یې په چاودیدونکو موادو والوځولو.

چارواکو ویلي کله چې په دغه ځانمرګي برید کې د وژل شوؤ کسانو د جنازې مراسم ترسره کېدل نو په هغه مهال یوې بلې ښځې د جنازې مراسمو کې ځان الوځولی دی.

د هورنو اسټيټ د پولیسو ویناند نهم کینت داسو ویلي دغه ځانمرګې ښځې چې ماشوم یې په خېټه پسې تړلی ؤ د موټرو په یو پارک یې ځان الوځولی دی.

چارواکي وایي په دغه سیمه کې یوې بلې ښځینه ځانمرګې په یو هسپتال هم ځانمرګي برید کړی

د هورنو اسټيټ د بیړني وضعیت ادارې ویلي په دې حملو کې 18 کسان وژل شوي اؤ 42 نور ژوبل شوي دي.

د یادې ادارې مشر برکینډو سیدو ویلي په وژل شوؤ کې ماشومان، ښځې اؤ سړي شامل دي.

په ګووزا سیمه کې د پوځ د همکاره ملیشې یو غړي ای ایف پي ته ویلي چې دغلته په یوه بله امنیتي پوسته شوي برید کې هم درې کسان وژل شوي خو چارواکو په سمدستي توګه ددې شمیرې پخلی نه دی کړی.

بوکو حرم په دې وروستیو کلونو کې خپل مقبولیت د لاسه وړکړی دی خو دغه وسله واله ډله وخت نا وخت په نایجیریا کې په کلیوالو سیمو کې بریدونه کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG