لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فرانس خبرداری: په اوکراین کې د شمالي کوریا پوځیان به جګړه کې زیاتوالی وي


د فرانس او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو د نهې یا سې شنبې په ورځ په کیف کې په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، د اوکراین په خاوره د روس د حملې د ملاتړ لپاره د شمالي کوریا پوځیانو شمولیت به جګړه کې د جدي زیاتوالي سبب شي.

د فرانس جین نول باروټ د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د اوکراین لومړی سفر کوي، هغه په دې تیر ستمبر میاشت کې وزیر ټاکل شوې دی. ښاغلی به د اتوار په ورځ د اوکراین ختیځ ته هم سفر کوي، چیرې چې فرانس د جګړې له امله د اغیزمنو شویو ماشومانو د ساتنې لپاره د دوو نویو مرکزونو مالي مرسته کوي.

د اوکراین صدر ولادیمیر زیلېنسکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ شمالي کوریا تورنه کړه چې د روس تر څنګ یې افسران ځای پر ځای کړي او د ماسکو د جګړې په هڅو کې د مرستې لپاره د لسو زرو پوځیانو د استولو تیارې کوي، که څه هم د نېټو مشر مارک روټ وویل چې په دې مرحله کې د پیانګ یانګ د موجودګۍ هیڅ شواهد نشته.

باروټ په کیف کې وویل، "دا به جدي وي او شخړه به یوې نوې مرحلې ته واړوي، " باروټ زیاته کړه، دا به په ګوته کړي چې ماسکو جګړه کې د سختئ سره مخ وه.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها، وویل چې د دې اقدام نه د جګړې د زیاتیدو خطره ډیره ده.

هغه وويل: "دا د اوکراين خلاف د روس د تېري د لا زياتېدو يو ستر ګواښ دی. او د دې له اوسني کچې او د پولو نه د اوړیدو لوی خطر شته."

د دې اونۍ په پیل کې، زیلېنسکي د خپل ویکټري/ بریا پلان وړاندې کړ، د هغه په وینا اوکراین به د راتلونکي کال تر پایه جګړه پای ته ورسوي. د دې پلان لومړی ګام د اوکراین لپاره د نېټو غیر مشروط غړیتوب و.

د فرانس د بهرنیو چارو وزیر وویل چې پېرس دې وړاندیز ته تیار و چې په ناټو کې اوکراین ته په سمدستي توګه د شاملیدو بلنه ورکړي خو په دې اړه به له متحدینو سره خبرې اترې دوام ولري.

بیروټ وویل: "په نېټو کې د اوکراین د شاملیدو د بلنې په اړه، موږ تیار یو او دا هغه خبرې دي چې موږ یې له خپلو شریکانو سره کوو."

د اوکراین پارلېمنټ ته د تیر شورو/چهارشنبې په ورځ وینا کې، زېلنسکي د روس د پوځي یرغل د ختمولو دپاره خپل تصور وړاندې کړ او په دې کې یو یې دا و چې نېټو کې د شاملېدو دپاره بغیر د څه شرط نه، اوکراین ته بلنه ورکړی شي.

د نېټو مشر مارک روټ د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل چې په نېټو کې د اوکراین شاملېدل بالاخره کېدونکي دي، خو چې سم وخت یې راورسېږي.
د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې په اوکراین کې په داسې طریقې سره د روس د جنګ ختمولو چابي یا کېلیانې دا دي چې یورپ متحد وي، په روس باندې فشار واچوي او اوکراین پیاوړی کړي.

زېلنسکي چې د یورپي اتحاد مشرانو ته د خبرو او د نېټو دفاع وزیرانو سره د ملاقات دپاره د بلجیم پایتخت براسلز ته تللی، وویل: "روس صرف هغه وخت د ډېپلوماسۍ لارې ته حاضرېږي چې وګوري په طاقت سره څه نشي حاصل کولی. مونږ ته په کار ده چې د دې جنګ ختمولو دپاره مناسب شرایط برابر کړو."

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د 26م ائیني بدلون په اړه د قانون پوهانو نظر
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG