لاس رسیدونکی لینک

 
شمالي وزیرستان: پوځ وایي عملیاتو کې یې درې ترهګر وژلي
تازه خبر

شمالي وزیرستان: پوځ وایي عملیاتو کې یې درې ترهګر وژلي


پخوانی عکس.
پخوانی عکس.

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د افغانستان د پولې تر څنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې وایي درې وسله وال پکې وژل شوي دي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار ویلي، دا عملیات د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې د 6 او 7 فرورۍ په منځنۍ شپه کې وروسته له هغې شوي چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو د شتون خبر ترلاسه کړو.

آي ایس پي ار ویلي د عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو د وسله والو ځاله په موثر ډول په نښه کړه اؤ هغه درې ترهګر یې ووژل چې په بورقو کې یې د تېښتې هڅه کوله.

پوځ پخپل بیان کې دغه وژل شوي کسان د "خوارجو" په نوم یاد کړي اؤ ویلي یې دي چې هغوي د ترهګرۍ په یو شمیر پېښو کې لاس درلودو خو نوره یې هیڅ پېژندګلو نه ده ښودلې چې د کومې ډلې سره یې تړاؤ درلود .

پوځ دعوه کړې چې د وژل شوؤ له ولکې یې وسلې ، چاودیدونکي مواد اؤ نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.

تر دې وړاندې هم پوځ په شپږمه فرورۍ خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د شمالي وزيرستان حسن خېل سیمه کې یې د وسله والو ضد عملیات کړي چې په دغو عملياتو کې يو پوځي عسکر او 12 وسله وال وژل شوي دي.

د څېړنیزو ادارو وروستۍ شمیرې ښیي چې پاکستان کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو اؤ د وسله والو پرضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو بهیر په زیات چټک شوی اؤ دواړو خواؤ ته د ناامنۍ په دې پېښو کې درانه زیانونه اوښتي دي.

غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز د جنورۍ د میاشتې لپاره خپل رپورټ کې ویلي چې تېرې د جنورۍ مياشت کې وسله وال بريدونه 42 فيصده سېوا شوي، په 74 بريدونو کې د 35 امنیتي ساتونکو او 20 ملکي وګړو په ګډون 120 کسان وژل شوي دي.

د پيکس رپورټ کې ويل شوي، په 74 حملو کې 38 يواځې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي، 19 حملې په پخوانۍ فاټا او 19 په پاتې نوره صوبه کې شوي د 24 امنيتي عسکرو په ګډون پکې 66 کسان وژل شوي دي.

خېبرپښتونخوا پسې په دویم نمبر زيات وسله وال بريدونه په بلوچستان صوبه کې شوي، ويل شوي لږ تر لږه په 24 بریدونو کې د 28 امنيتي عسکرو په ګډون 55 کسان وژل شوي دي.

پنجاب کې دوه، سيند او اسلام اباد کې يو يو برید شوی دی.

د پيکس په رپورټ کې ویل شوي، د جنورۍ په مياشت کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد عمليات هم سېوا کړي، لږ تر لږه 208 وسله وال یې وژلي دي.

ويل شوي دا په يوه میاشت کې د 2016م وروسته د وسله والو تر ټولو زیاتې وژنې شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG