لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خپلو غوښتنو منل کیدو پورې به احتجاج ته دوام ورکوو: د شمالي وزیرستان تاجران


د پاکستان سر ښار اسلام اباد کې د تیرو څو ورځو راهسې په احتجاج د شمالي وزیرستان تاجرانو ویلي که حکومت يې غوښتنې ونه منلې نو خپل احتجاج ته به دوام ورکوي او تر روژې پورې به په اسلام اباد کې وي.

په دغه مظاهرچیانو کې ناست یو تن نور افضل نن د جمعې په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي تر اوسه کوم حکومتي چارواکی د دوي ځاې ته نه دی ورغلی او نه يې د دوي غوښتنو ته څه ځواب ویلی.

ښاغلی نور افضل زیاتوي تیره شپه د دوي مظاهری له د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ورغلی او ناستو خلکو ته يې وینا هم کړې، خو ګیله کوي تر اوسه د پاکستان حکومت یونماېنده هم د دوي غږ اوریدو ته نه دی ورغلی.

د نور افضل خبرې په لاندیني لنک واورۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو نه ځپل شوو ترشلو زرو پورې تاجرانو د حکومت نه د تاوانونو د غوښتنو لپاره په اسلام اباد کښې د تیرو څو ورځو راهسې دغه احتجاج پېل کړی دی.

د اسلام اباد نه وړاندې دغه تاجرانو درې ورځې په بنو او څلو ورځې په پېښور کښې هم احتجاجي کېمپونه لگولي وو خو دوی وايي یو حکومتي ذمه وار ورته تر اوسه داسې خبره نه ده کړې چې زړه یې پرې جوړشي.

په ضرب عضب کې وران شوي مارکیټونه
په ضرب عضب کې وران شوي مارکیټونه

د انجمن تاجران شمالي وزیرستان یو مشر محمدشفیق څو ورځې وړاندې وي او ای ډیوه ته ویلي وو ترڅو کوم حکومتي ذ‏مه وار دوي ته د تاوانونو ورکولو لپاره لیک شوي سرکاري حکمنامه خپره نه کړي خپل احتجاج ته به دوام ورکوي.

د تاجرانو مشر محمد شفیق وايي د شمالي وزیرستان پولیټیکل انتظامې ته مو دوه وارې د ځپلو شوو تاجرانو لسټونه ورکړل خو پولیټیکل ایجنټ ورسره یو وارې هم ملاقات اونه کړلو. نو اخر اوس چرته او چا له لاړشي.

محمد شفیق وايی مایوسه بیا هم نه یم خوسوچ کوم چې پاکستان کښې به داسې هم څوک وي چې د زړه پرهر به یې راجوړ کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG