لاس رسیدونکی لینک

 
چارواکی: واشنګټن سره نږدې د مسافرو هوايي جهاز او هېلې کاپټر د ټکر کېدو په پېښه کې د چا د ژوندي پاتې کېدو امکان نیشته
تازه خبر

چارواکی: واشنګټن سره نږدې د مسافرو هوايي جهاز او هېلې کاپټر د ټکر کېدو په پېښه کې د چا د ژوندي پاتې کېدو امکان نیشته


ډونېلي‌ وویل امدادي کارکوونکو د پوټومېک دریاب د واورینو یخو اوبو څخه د ۲۸ کسانو مړي راوېستلي دي
ډونېلي‌ وویل امدادي کارکوونکو د پوټومېک دریاب د واورینو یخو اوبو څخه د ۲۸ کسانو مړي راوېستلي دي

د امریکې سرښار واشنګټن سره نږدې د مسافرو هوايي جهاز د پوځي هېلې کاپټر سره ټکر شوی او بیا د رانلډ رېګن واشنګټن نېشنل ايرپورټ په خوا کې سیند ته غورځېدلی دی او چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ امکان څرګند کړو چې په پېښه کې د ۶۰ نه زیات کسان مړه شوي‌ دي.

د واشنګټن د اور وژونکې ادارې مشر جان ډونېلي د زیارت، پنجشنبې، په سحر په هوايي اډه خبري کانفرنس ته وویل ګمان نه کوي چې په پېښه کې څوک ژوندي پاتې شوي دي.

ډونېلي‌ وویل امدادي کارکوونکو د پوټومېک دریاب د واورینو یخو اوبو څخه د ۲۸ کسانو مړي راوېستلي دي.

د ډونېلي د خبرو نه مخکې روېټرز خبري ادارې د نیوز فور نومې چېنل له قوله ویلي وو چې ۳۰ مړي د دریاب نه راویستل شوي دي.

ډونېلي وویل د ټولو کسانو مړي د موندل کېدو پورې به امدادي کارکوونکي کوښښونه دوامداره ساتي.

د امېرېکن ایرلاینز کمپنۍ په جهاز کې ۶۰ مسافر او د عملې څلور غړي وو. هېلې کاپټر چې تربیتي پرواز يې کولو په کې درې عسکر وو.

deewa
deewa

سي بي اېس نیوز خبر ورکړی چې د امېرېکن ایرلاینز د پرواز معلومات د رېکارډ کولو د دوو څخه یوه الا موندل شوي ده. دا الا بلېک باکس بلل کېږي.

د مسافرو جهاز چې د کېسس ریاست نه پورته شوی و د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن په رېګن هوايي اډه د کوزېدو تیاری يې کولو چې په هوا کې د هېلې کاپټر سره وجنګېدو. د ایرپورټ د کنټرول ټاور او د بلېک هاک هېلې کاپټر ترمنځ د مواصلاتي رابطې رېکارډ ښيي چې د هېلې کاپټر عملې ته معلومه وه چې د مسافرو جهاز هم په نږدې موجود دی.

د امریکې د ټرانسپورټېشن سېکرېټري شان ډفي وویل هېلې کاپټر او د مسافرو جهاز د معمول مطابق پروازونه کول او څه غېر معمولي خبره نه لیدل کېده.

پېنټګان، د امریکې د دفاع وزارت، وویل د پېښې تحقیقات به کوي.

صدر ډانلډ‌ ټرمپ د سوشل میډیا په خپله وېب پاڼه ټروټ سوشل د هېلې کاپټر د عملې او د ایر ټرېفېک کنټرول کوونکو د اقداماتو په اړه پوښتنې راپورته کړې. هغه وویل دا یو خراب صورتحال دی خو داسې ښکاري چې د دې نه بچ کېدل ممکن وو.

د ټیکساس سره تړاؤ لرونکي سینیټر ټيډ کروز په ټولنیزه رسنۍ لیکلي "مونږ پوهېږو چې کسان پکې مړه شوي دي "خو هغه دمړو شوؤ کسانو شمېره نه ده ښودلې.

Aircraft Down
Aircraft Down

اېف ای ای د دغه پېښې پخلی کړی او په یو خپور شوي بیان کې یې ویلي، چې د امېریکن اېرلاېن دغه جېټ الوتکه د ماسخوتن په ۹ بجې په رېګن اېیرپورټ د کوزیدو په وخت د اېچ – ۶۰ هېلي کاپټر سره جنګیدلې.

د هوايي ډګر سره نژدې په کېنېډي سنټر کې په یوه کېمره کې ریکارډ شوي ویډیو کې لیدل کېداې شي چې د یوې غټې لمبې مخکې وړې شغلې پورته کیږي.

چارواکو ویلي چې په پوځي هېلي کاپټر کې د امریکا پوځ درې عسکر سپاره وو.

Ronald Reagan Washington National Airport near Washington, DC. (Google Maps)
Ronald Reagan Washington National Airport near Washington, DC. (Google Maps)

د پولیسو وینا ده چې د هوایي ډګر سره پیوست د پوټومیک په سیند کې ګڼې ایجنسۍ د لټونې اؤ ژغورنې په عملیاتو کې بوختې دي.

امېرېکن اېیرلاېن بیا په یو بیان کې ویلي چې د مسافرو په الوتکه کې ۶۰ مسافر او څلور د عملې کارکونکي سپاره وو.

د امریکا د پوځ لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي ٫٫ مونږ د دې خبرې پخلی کوو چې نن شپه شوې حادثه کې د پوځ یو اېچ -۶۰ هېلي کاپټر چې د ورجینیا فورټ بېلواېر نه اوچته شوې وه، غورځېدلې. مونږ د ځايي چارواکو سره په ګډه کار کوو، او چې کله هم نور معلومات راشي مونږ به یې شریکوو.٬٬

A PSA Airlines Bombardier CRJ700 regional jet collided in midair with a Sikorsky H-60 helicopter
A PSA Airlines Bombardier CRJ700 regional jet collided in midair with a Sikorsky H-60 helicopter

امېرېکن اېیرلاېن په یو بیان کې ویلي چې دوي د پېښې نه خبر دي خو په سمدستي توګه یې نور کوم معلومات نه دي ورکړي.

د دغې پېښې وروسته په سمدستي‌ توګه د بیړنۍ مرستو کارونه پېل شوي چې پکې په پوټامک سیند کې امدادي کشتۍ، امدادي هېلي کاپټرې، اېمبولېنسې او اوور وژونکي ګاډي د پېښې ځاې ته رسیدلي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې هغه د دغه پېښې وروسته په حالاتو خبر کړی شوی. صدر ټرمپ په خپور کړي بیان کې ویلي، ٫٫ د بیړنۍ مرستو کارکونکو په سمدستي مرستو ځه د دوي مننه کومه. ځه دغه هر څه ګورم او چې څنګه نور معلومات راشي، ځه به یې شریکومه.٬٬

د دې خبر ځیني معلومات د راېټرز او ای پي خبري ادارو نه اخستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG