لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ریپبلکن ګوند د کنوینشن د درېیمې ورځې په ایجنډا کې د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ بحثونه شوي


د امریکا د ویسکانسن ایالت په مېلواکي ښار کې د رېپبلېکن ګوند کنوینشن روان دی او نن یې درېیمه ورځ ده. د ایجنډا ټول تمرکز په بهرنۍ پالیسۍ‌ وي. تمه ده ننه شپه به جي ډي‌ وینس د پخواني‌ ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د خپل مرستیال ولسمشر په توګه اعلانیدو وروسته، په لومړي ځل کنوینشن ته وینا وکړي.

بېګا شپه دغه کنوېنشن ته د رېپبلېکن ګوند جګپوړو غړو ویناګانې وکړې او د یووالي او مهاجرو مسئله یې رابرسېره کړه.‌ د کنوینشن شعار وو چې "امریکا بیرته خوندي کړئ".

په ویناوالو کې هغه کورنۍ هم شاملې وې چې د خپلو کورنیوغړي‌ یې د کډوالو د جرمونو له کبله بایللي وو.

د جنوبي‌ کېرولاینا پخوانۍ ګورنرې او د ملګرو ملتونو پخوانۍ استازې نیکې هیلي، چې د ډانلډ ټرمپ سره په ټاکنېزو سیالیو کې په ځغل کې وه، تېره شپه خپله وینا د امریکایانو د یووالي او متحده کېدو سره پیل کړه.

هغې د امریکايي‌ ولسمشر جوبایډن پر ادارې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل هره ورځ په زرګونه غېر قانوني کډوال امریکې ته راننوځي‌، چې وایي په دې کې ډېر "مجرمین" هم وي‌ او د امریکایانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

مېرمن هېلي‌ دې ته هم اشاره وکړه چې د ولسمشر جوبایډن تر انتظامیې لاندې امریکا په دوو لویو جنګونو کې ښکېله شوه، د هغې مقصد د روس او اوکراین او همدارنګه د حماس او اسراییل تر منځ روانې جګړې وې.

همداراز د فلوریډا ګورنر رون ډیسنټيس او د ښاغلي‌ ټرمپ پخوانی سیال د کډوالو په پالیسۍ وغږید چې وایي غېر قانوني کډوال امریکې ته ننوځي او خلک له ګواښ سره مخ کوي.

هغه د افغانستان یادونه هم وکړه چېرې چې د وتلو پر وخت 13 امریکايي سرتیري په یوه برید کې ووژل شول. هغه د ولسمشر جوبایډن تر انتظامیې لاندې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ویستلو په پروسې نیوکې وکړې.

د ارکنساس ګورنرې سارا حکبي سنډرز چې د پخواني‌ ولسمشر ټرمپ تر انتظامیې لاندې د سپینې ماڼۍ د رسنیو سکرټري وه خبرې وکړې او هغه د ښاغلي‌ ټرمپ پر شخصیت وغږیده او ستاینه یې وکړه.

له کنوینشن سره سره نن د امریکا د کورني امنیت وزیر وویل چې تېره اوونۍ د ریپبلیکن ګوند په کاندید او مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې برید په امنیتي چارو کې داسې "ناکامي" وه چې دویم ځل پېښېدو ته باید پرې نه ښودل شي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG