لاس رسیدونکی لینک

 
سلمان رشدي د وژلو په الزام د نیول شوي تن مقدمه په نیویارک کې شروع شوه
تازه خبر

سلمان رشدي د وژلو په الزام د نیول شوي تن مقدمه په نیویارک کې شروع شوه


رشدي هغه کتاب ښيي چې هغه د حملې وروسته په خپلو تجرباتو او احساساتو لیکلی
رشدي هغه کتاب ښيي چې هغه د حملې وروسته په خپلو تجرباتو او احساساتو لیکلی

په نړیواله کچه د مشهور منصب سلمان رشدي د وژلو په الزم د نيول شوي تن هادي مطر مقدمه د نیویارک په یو عدالت کې د ګل، دوشنبې، په ورځ شروع شوه او وکیلانو ابتدايي بیانونه ورکړل.

توقعو ده چې ۷۷ کلن رشدي به هم په مقدمې کې شهادت ورکوي او دا ډول به د هغه تن سره مخامخ کېږي چې څه دپاسه دوه کاله وخت مخکې يې په هغه د چاړه حمله کړې وه.

د کال ۲۰۲۲ د اګست په میاشت کې رشدي د نیویارک په شټوکوا انسټېټیوټ کې لیکوالانو د تحفظ په موضوع خبرو دپاره ناست و چې مطر د چاړه په لاس سټېج ته ورغلو او په رشدي يې د ۱۲ نه زیات ګزارونه وکړل. د حملې په نتیجه کې د رشدي یوه سترګه ضایع شوه او یو لاس یې په مستقل ډول کار پرېښودو.

مطر په تالار کې موجود نورو خلکو قابو کړو او پولیس ته يې حواله کړو.

هادي مطر
هادي مطر

په کال ۱۹۸۹ کې د هغه سټېنېک ورسز نومې ناول د شایع کولو وروسته رشدي د خپل تحفظ په اړه اندېښمن کړو. د ایران روحاني مشر ایت الله روح الله خمېني فتوه جاري کړه چې رشدي دې ووژل شي.

رشدي د کلونو راهسې په پټه ژوند کولو خو ایران د دې اعلان وروسته یې سفرونه شروع کړي وو چې فتوه به نه عملي کوي.

مطر ۲۷ کلن او د امریکې د نیورجرزي ریاست اوسېدونکی دی. په هغه د قتل او د اقدام قتل الزام لګول شوی دی. هغه د بې ګناهۍ دعوه کړې ده.

د مقدمې د جیوري یا د منصفانو انتخاب تېره هفته وشو. د دریو ورځو په دغه عمل کې مطر هم ناست و، نوټس به ايې اخیستل او د خپلو وکیلانو سره به يې صلاح مشوره کوله.

مطر چې د ګل، دوشنبې، په ورځ عدالت ته راوستل کېدو او د خبریالانو او فوټوګرافرانو مخې ته تېرېدو نو په پرسکون انداز کې يې د "ازاد فلسطین" نعره وکړه.

توقعو ده چې مقدمه به یوه هفته یا ۱۰ ورځې وچلېږي. په رشدي د حملې نه یوه ورځ مخکې مطر د خپل کور نه ۱۲۰ ميله په فاصله د نیویارک ریاست بفېلو ښار ته تللی و او د انسټېټیوټ يې شپه تېره کړې وه.

په یو جدا فرد جرم کې د وفاقي حکومت چارواکو په مطر الزام لګولی چې په رشدي يې حمله د هغه د وژلو په اړه د یو ترهګر تنظیم د فتوې په حمایت کې کړه ده. د ترهګرۍ، ترهګرو سره د مالي امداد او د ترهګر تنظیم د حمایت په الزاماتو مقدمه به په بفېلو ښار کې کېږي.

د وفاقي حکومت په فرد جرم کې چارواکو په مطر الزام لګولی چې د رشدي د وژلو فتوه په لبنان کې مېشته تنظیم حزب الله جاري کړې او د ډلې مشر حسن نصرالله يې په کال ۲۰۰۶ په یو تقریر کې حمایت وکړو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG