لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان د حکومت لپاره واقعي یو چېلنج جوړیږي؟


څېړونکي وايي چې دا وخت په هېواد کې د نورو مخالفه گوندونو په پرتله د مولانا فضل الرحمان جمعیت علما اسلام ډله د واکمن تحریک انصاف گوند لپاره تر ټولو موثره چېلنج جوړیږي.

د جولاېی په ٢٥ نېټه په پېښور او بیا ددې وروسته د اتوار په ورځ کوټه کې د مولانا فضل الرحمان د مذهبي ډلې لخوا غټې اولسي غونډې شوي دي. د کوټه په جلسه کې مولانا غوښتلي دي چې وزيراعظم عمران خان دې په د اگست په میشات کې کرسۍ پریږدي.

ایا د استعفا غوښتنه به حکومت د فشار لاندې راولي ؟

کله چې مو دغه پوښتنه د سیاسي او دفاعي چارو څېړونکي او د پوځ پخواني برېگېډئیر سعد محمد خان ته ور وړاندې کړله نو هغه اوویل چې:

" مولانا صېب دا وخت په موجوده سیاسي نظام کې بې برخې دی او هغه که اوغواړي نو په یواځې سر هم حکومت ته ستونزه جوړولی شي"

مولانا فضل الرحمان په کوټه کې د میلین مارچ په نامه اولسي احتجاجي لاریون ته د وېنا په وخت حکومت ته گواښ کړی چې که حکومت تر اگست میاشتې پورې استعفا ورنکړه نو د اکتوبر په میاشت کې به د اسلام اباد په لوري احتجاجي لاریون پېل کړي.

مولانا فضل الرحمان څوک چې د څو میاشتو راهیسې پرله پسې دا هڅې کوي چې پیپلز گوند او مسلم لیگ نون ډلې د حکومت په ضد د یو موثره مخالفه اتحاد راجوړولو لپاره یوه خله کړي پکې تر اوسه د خپلو خواهشاتو مطابق کامیابي نه ده حاصله کړې.

برېگېډئیر سعد محمد خان وايي چې مسلم لیگ او پیپلز گوند په حکومت ځکه فشار جوړوي چې سیاسي مفاهمت یې رضا کړي او د مولانا کارډ محض ځان ته د لارې هوارولو لپاره استعمالوي.

خو ښاغلی سعد زیاتوي چې مولانا به خپل طاقت ضرور ښايي او هغه داسې چې په اسلام اباد کې ٣٧٠ نه زیاتې دینې مدرسې دي او که مولانا اوغواړي نو په د غو کې نیمې مدرسې د حکومت په ضد د احتجاج لپاره کارولی شي.

اگرچې د جولايي په ٢٥ مه نېټه په پېښور کې شوې احتجاجی لاریون د مخالفه ډلو لخوا په ټول هېواد کې د حکومت ضد داعلان شوو احتجاجونو د فېصلې برخه وه خو په کوټه شوې احتجاج د مولانا فضل الرحمان په غږ شوې وو.

د اپوزیشن غټو ډلو او مولانا ترمنځه د سوچ اختلاف

برېگېډئیرسعد محمد خان وايي چې مولانا فضل الرحمان په کوټه کې د ناموس رسالت په نامه مذهبي کارډ استعمال کړې دې او اسلام اباد ته یې د مارچ کولو اعلان هم په دغه جلسه کې کړې دی.

خو سعد زیاتوي چې دې ته به کتل وي چې دواڼه لوېی سیاسي گوندونه پیپلزگوند او مسلم لیگ نون به د مولانا فضل الرحمان مذهبي کارډ استعمالولو سره اتفاق اوکړي او کنه او یا که مولانا به خپله اېجنډا بدله کړي او احتجاج ته به د حکومت ضد د ناکامه معاشي پالیسیو نوم ورکړي.

سعد وايي چې دا وخت د دواړو غټو سیاسي گوندونو مشران په جېلونو کې دي او غواړي به چې په حکومت فشار ترهغې پورې جاري اوساتی ترڅو یې مشران خوشی شي. خو سعد دا هم وايي چې مولانا ددې حالاتو نه استعفاده هم کولی شي ځکه چې د دواړو سیاسي گوندونو مشران په شش وپنج کې دي.

بل خوا د تحریک انصاف حکومت ویلي دي چې د اپوزیشن په پرېشر کې به نه راځي او په ملک به د احتساب عمل او د ټگو تورو په لاره د گټل شوو پېسو راپېدا کولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG