لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د دوحې غونډه کې د پاکستاني اؤ طالب چارواکو لیدنه به تاو تریخوالی کم کړي خو طالبان به په ټي ټي پي فشار رانه وړي


د افغانستان دپاره د پاکستان خصوصي استازي اصف دراني او د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په مشرۍ کې د دواړو خواو پلاو په دوحه کې ملاقات وکړو
د افغانستان دپاره د پاکستان خصوصي استازي اصف دراني او د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په مشرۍ کې د دواړو خواو پلاو په دوحه کې ملاقات وکړو

څېړ‎ونکی وایي د افغانستان په اړوند د دوحې د دریمې غونډې په څنډه کې د پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو د پلاوي ترمنځه لیدنه کولی شي په دې ورستیو کې د دواړ‎و ھېوادونو ترمنځه راپورته شوی تاؤ تریخوالی سوړ‎ کړ‎ي۔

د افغان د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپور کړي خپل یو بیان کې دا لیدنه د دواړو د اړ‎یکو دپارہ مثبته ګټوره بللې ده.

په دې وروستیو کې د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکو خپل دا تورونه سیوا کړي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه د افغانستان له خاورې جوړیږي اؤ ترهګر په افغانستان کې خوندي ځالې لري.

په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي ترهګري د پاکستان خپله مسله ده.

په دوحه کې د طالب چارواکو سره خبرو کې د پاکستاني پلاوي مشري افغانستان دپاره د پاکستان خصوصي استازي اصف دراني کوله او وېل کېږي چې دراني امید څرګند کړی دی چې طالبانو سره به په رسمي کچه د پاکستان خبرې زر شروع شي.

طالبانو سره د پاکستان د رسمي مذاکرات د شروع کېدو خبره دراني عرب نیوز اخبار سره مرکه کې کړې ده خو نور تفصیل يې نه دی شریک کړی چې د بحث اېجنډا به څه وي.

د ترهګرۍ په سر د طالبانو او پاکستان تعلقات د کړکچ ښکار ګڼل کېږي او د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د قازقستان پلازمینه استانه کې د شنګهایي د همکاریو د سازمان سر ټولنې ته وینا کې د پاکستن وزیراعظم شهباز شریف وویل د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلې شتون لري افغانستان ته به د ترهګرۍ په ضد کوټلي ګامونه اخستل وي اؤ باید پرې نه ږدي چې خاوره یې د نورو هیوادونو په ضد وکارول شي.

د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکو تر دې وړاندې هم څو،څو وارې تورونه لګولي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ له هغه ځایه د پاکستان خلاف ترهګري کوي.

خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا د پاکستان دا نیوکې ردوي اؤ وایي د‌ پاکستان لخوا په نړیوالو فورمونو د داسې رقم تورونه مقصد د طالبانو د حکومت د بې ثباته کولو اؤ د مشروعیت نه موندلو هڅه ده

د پېښور پوھنتون د جرنلزم د څانګې مشر پروفېسر فېض الله جان وایي،داسی هم نه ده چې ګنې د پاکستان مسله د واکمنو ټولو افغان ډلو سرہ دہ .

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"دې وخت کې دا ھم یوہ مسله پاکستان ته مخې ته پرته دہ چې په افغانستان کې په ښکارہ دوہ ډلې دي د طالبانو، او ھغې یوې ډلې سرہ د پاکستان مضبوطې اړ‎یکې دي او دغه مضبوطو اړ‎یکو نه دغه بله ډله چې کوم ده هغه مرورہ ډله دہ، خو مونږ‎ به دې ته ګورو چې د قندهار ګروپ حثیت څومرہ دی سیاسي او بل طرف ته چې دی فوځي حیثیت هغه د ھغوی څومرہ دی"

په دې ورستیو کې پاکستان د ترھه ګرۍ پرضد د نوؤ پوځي عملیاتو پیل کولو اعلان کړی اؤ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د افغانستان په خاوره کې هم د ترهګرو ډلو د په نخښه کولو ګواښ کړی.

د طالبانو د حکومت ددفاع وزارت د خواجه اصف دې بیان ته سخت غبرګون ښودلی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې هر بهرني برید ته به کوټلی ځواب ورکړي.

څیړ‎ونکی او خبریال مشتاق یوسفزی وایي پاکستان دا ګڼي چې د ترھه ګرۍ مسله په پاکستان کې دہ نو حل یې هم په افغانستان کې دی۔

د دوحې د دریمې غونډې په مهال د افغانستان دپارہ دپاکستان ځانګړ‎ي استازي اصف دراني هم په خپله وینا کې دغہ خبری تکرار کړ‎ې وې۔

مشتاق یوسفزی وایی،افغان طالبان پرون په حکومت کې راغلي دي، پاکستاني طالبان د ھغوي ملګري دي، ھغوی سرہ یې په شریکه جنګونه کړ‎ی دي، که هغوي غواړ‎ی هم خو په دې وخت کې ھغوی د ټي ټي پي خلاف څه نه شي کولی.

د مشتاق یوسفزي په وینا "وجه یې دا دہ چې یو خو هغوی(افغان طالبانو) ته د داعش مسلہ دہ بل د هغوي اقتصاد دومرہ مضبوط نه دی، بل هغوی سرہ ھغه شان ارمي نشته، نہ د ھغوی لا اینډ فورسمنټ ایجنسۍ دومرہ مضبوطې دي بیا د پاکستاني طالبانو طاقت ډیر زیات دی که ھغوی غواړ‎ی هم زما پہ خیال نو و به نه شي کړ‎ی او غواړي به هم نه ځکه چې دا به دوی دپارہ غټ چیلنج وي"

څېړ‎ونکي وایي پاکستان کې پرله پسې راتلونکي حکومتونه ھم د ترھګرۍ د مخنیوي او د وسلوالو خلاف د قوي جګړ‎ی یا د مزاکراتو په اړ‎ہ دوامدارہ تګ لارې نه لري.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG