لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډیورنډ په کرښه د پاکستان او افغانستان ځواکونو تر مېنځ جګړه شوې


د افغانستان پکتیا ولایت سرحدي ډڼډپټان ولسوالۍ کې نن د خالي په ورځ یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې او د افغانستان امنیتي چارواکو په وینا دغلته لا هم ډزې روانې دي.

د افغان سرحدي ځواکونو تر مخه دغه نښته د خالي په ورځ د غرمې دوه نیمې بجې وروسته له هغې پیل شوه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو له شوې هوکړې څخه سرغړونه وکړه.

اخوا د پاکستان یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ته ویلي د افغانستان د خاورې نه نن د قبایلي سېمې کرمې اېجنسۍ په متاع سنګر ۲۰ مارټر ګولې ورول شوي چې د ځوابي کاروايۍ وروستو ډزې بندې شوي دي.

د پکتیا ولایت په جنوب ختیځ زون کې د سرحدي ځواکونو دویم سرحدي کنډک قومندان ډګروال محمد عثمان جانباز د دغې پېښې په اړه ډیوې ته ویلي، د پاکستان امنیتي ځواکونه غواړي چې د ډنډپټان ولسوالۍ د مقبلو درې ته څیرمه د ډیورنډ په صفري نقطو نري کنډو، خوشارم او یوشمیر نورسیمو کې امنیتي پوستې جوړې کړي خو افغان سرحدي ځواکونو یې مخه نیولې.

نوموړي زیاته کړې د شنبې په ورځ سهر ۱۱ بجې د افغان سرحدي ځواکونه او د پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همدې سیمې پرسرد روان کړکیچ د ختمولو لپاره ناسته ترسره شوه. د هغه په وینا په دغه ناسته کې پریکړه وشوه چې ترهغې به په دې کنډونو کې د پاکستان امنیتي کسان پوستې نه جوړوي ترڅو چې د داړو خواو لخوا ټاکل شوي پلاوي د سیمې له لیدلو وروسته پریکړه اعلان نه کړي.

د سرحدي کنډک قومندان زیاته کړه له دوو بجو وروسته د شوې پریکړې خلاف ننیو ځل بیا پاکستاني پوځیان همدې کنډونو ته وروختل او د پاکستاني پوځیانو دغه اقدام د دواړو خواو ترمنځ د جګړې سبب جوړ شو.

ښاغلی جانباز زیاتوي: ٫٫ مونږ په همدې سرحدي سیمه کې د پاکستان امنیتي کسانو سره په دې تفاهم ورسیدو چې مونږ به خپل با صلاحیته څلور نمایندګانتاسو ته درولیږ چې دغه سیمه جي پي ایس کړي او معلومه کړي چې د کوم هیواد اړوند ده. زمونږ ننۍ غونډه د غرمې یولس نیمېبجې ختمه شوه خو دوه نیمې بجېیوځل بیا پاکستاني ملیشا او پوځيان همدې کنډونو ته له سپکو او درنو وسلو سره وختل او له همدې امله د افغان سرحدي ځواکونو او د پاکستان امنیتي کسانو ترمنځ جګړه پیل شوه.٬٬

نوموړي ویلي جګړه د سپکو او درنو وسلو روانه ده او افغان سرحدي ځواکونه په دې سیمه کې د پاکستان امنیتي ملیشو ته د دې اجازه نه ورکوي چې امنیتي پوستې جوړې کړې او یا هم اغزن تار وغځوي.

نوموړي ویلي دافغان سرحدي ځواکونو دملاتړ لپاره سرحدي او دفاعي ځواکونه ور رسیدلي دي.

د سرحدي ځواکونود دوهم کنډک قوندان ویلي، د روانې جګړې له امله تردې دمه افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او مقابل لورې ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات په واک کې نه لري.

د پاکستان دریځ

د دغې پېښې په اړه د پاکستان یو امنیتي چارواکي بیا وي او ای ډیوه ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې نن (خالي په ورځ) د افغانستان پولې لخوا د قبایلي سېمې کرمه اېجنسۍ غوځ ګړۍ باندې تر ۲۰ پورې مارټر ګولۍ وېشتل شوي. د دغه امنیتي چارواکي په وینا دغه ګولۍ په متاع سنګر سېمه کې پریوتي خو هیڅ قسمه ځاني تاوان يې نه دی اړولی.

دغه چارواکي زیاته کړې د مارټر ګولو وروستو پاکستاني عسکرو په ځوابي ډزو کې هم دغه ځاېې په نخښه کړو چې ورسره د پولې بلخوا نه راتلونکې ډزې ودریدې.

یاده دې وي چې غوځ ګړۍ او متاع سنګر د پاکستان او افغانستان په پوله هغه سېمه ده چې وړاندې پکې څو څو وارې ډرون بریدونه ترسره شوي. د دغو بریدونو وروستو د پاکستان پوځ دعوه کړې وه چې دغه ډرون بریدونه د افغانستان په خاوره تر سره شوي دي.

افغان چارواکو ویلي نژدې یوه اونۍ وړاندې هم ډنډپټان ولسوالۍ دمقبلو درې ته څیرمه د ډیورنډ په فرضي کرښه پاکستاني پوځیانو غوښتل چې امنیتي پوستې جوړې کړې خو افغان سرحدي ځواکونو لخوا یې مخنیوی شوی وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG