د چمن پرلت برخه والو څه د قابو دریو میاشتو وروسته بند پاته په سلګونوسامان وړونکو ګاډو اؤ کینټنرو ته واپس پاکستان ته د ﺭا تګ اجازه ورکړې ده.
وي او ای ډیوه ته د سیمې څخه د ترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې په چمن پوله دغه بند پاته سامان وړونکو ګاډو اؤ کینټینرونو ته واپس پاکستان ته راتگ اجازه د سیمې دمشرانو،السادات اؤ تاجر مشرانو ترمنځ د خالي په ورځ شوې یوه جرګه کې ورکړل شوی دی.خو د پرلت وياند عبدالصادق اڅکزې وائ څې پرلت به ﺭوان وې او چمن باب دوستې دﺭواﺯه به د تجاﺭت په مخ بنده پاته وې
په چمن کې پرلت کوونکي له تېرو قابو څلورو مياشتو ﺭاهیسې پر احتجاج ناست دي او له حکومته پر چمن پوله د پاسپوﺭټ عملي کولو د پرېکړې د بيرته اخیستلو غوښتنه کوي.
د پاکستان حکومت د تېر کال د نومبر مياشتې له اولنۍ نېټې له افغانستان سره تګ ﺭاتګ پر پاسپوﺭټ کړی دی، خو ځايي خلک وايي د چمن او سپين بولدک اوسېدونکي دې د تېر په څېر په شناختي کارډ او تذکره تلل راتلل وکړي.
د پرلت په مهال په باب دوستي دروازه باندی د پنځلس سو نه تر دو زرو ټرکونه بند پاتې شوي وؤ دغه ګاډو د پاکستان نه افغان کډوال او ټرانزټې اموال افغانستان سپين بولدک ته وړي وو او د پرلت والو لخوا چمن او سپين بولدک تر منځ باب دوستې ته تلونکې لویه لاره یې تړلې وه. د دغه بندیز د لاسه د پاکستان اوافغانستان تر منځه تجارتي ګاډي او دغه نور ګاډي هم ودریدلي وو.
د پاکستان د ګمرک یا کسټم سرچینې وایي چې په چمن پوله د تجارت تړل کېدو له امله د پاکستان قامی خزانې ته هره ورځ نزدې 10 کروړه روپۍ تاوان رسیږي.
د پاکستان د ګمرک یا کسټم سرچینې وایي چې په چمن پوله د تجارت تړل کېدو له امله د پاکستان قامی خزانې ته هره ورځ نزدې 10 کروړه روپۍ تاوان رسیږي.
د کسټم سرچینو له مخې د پرلت به امله د ګاډو تر څنګ شا و خوا 10زره ډریوان اؤ کلېنډران هم په پوله بند پاتې شوي وؤ.
د چمن آل پاﺭټيز تاجر لغړي اتحاد د اکتوبر له شلمې په سیمه کې احتجاج پیل کړی او له حکومته د سيمې د سوداګرو او ځایي قبائلو دپاﺭه پر پوله د پاپسوﺭټ د شرط عملي کولو د پرېکړې بیرته اخستو غوښتنه کوي.
د بلوچستان حکومت وياند جان اڅکزي روانه میاشت پخپل یو بيان کې ويلي چې پر چمن پوله د تېر کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د پاسپوﺭټ او ويزې شرط عملي شوی دی.
اڅکزي ویلي په نړۍ کې يوه داسې پوله نه شته چې خلک بغير پاسپوﺭټ تګ ﺭاتګ پرې وکړي.
د جان اڅکزي په خبره حکومت په ملک کې د امنيت خوندي کولو دپاﺭه پر چمن او تورخم پوله په پاسپوﺭټ او په ويزه تګ ﺭاتګ لاﺯمي کړي دي،
هغه وایي که چېرې د خلکو د ﺭوﺯګاﺭ خبره ده حکومت به ډېر ژﺭ په چمن ماسټر پلان کې د دوی لپاﺭه د ﺭوﺯګاﺭ بندوبست وکړي.
د بلوچستان حکومت په سملاسي توګه د چمن د بې روﺯګاﺭه خلکو لپاﺭه د مياشتنۍ 20,000 روپیو او ﺭاشن وﺭکولو سلسله هم پيل کړې ده خو د سيمې خلک وایي پر چمن پوله يوازې د خپل ﺭوﺯګاﺭ کولو اسانتيا غواړي.
د پاک افغان ګډې سوداګريزې خونې غړي وایي له افغانستان سره د چمن دﺭواﺯې بنديدو له امله د دواړو هېوادونو تاجرانو ته په میليونونو ﺭوپۍ ﺯيانونه اوښتي دي او له افغانستان سره د چمن له لاﺭې ټرانزیټي چاﺭې هم دﺭېدلې دي.
Forum