لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند او پاکستان د ازادۍ ٧٢مه کليزې يو وار بيا په گواښونو کې تېرې شوې


د پاکستان او هند د ازادۍ ورځې دا ځل په ډول نڅا نه، د کشمير په سر د هند د خپلې فيصلې د دفاع او د پاکستان د گواښونو په حال کې تېرې شوې چې د دواړو ملکونو تر منځ يې تاو تريخوالی نور زیات کړی دی.

د دواړو هېوادونو وزير اعظمانو د ازادۍ د ورځو په ويناگانو کې خپلو خلکو ته بيلا بيل پيغامونه ورکړي.

په مطبوعاتو کې په تبصرو کې ويل شوي چې د وزير اعظم نرېندرا مودي او وزير اعظم عمران خان د خبرو موضوع يوه وه خو پيغامونه يې ډېر بدل وو.

د هند وزير اعظم نرېندرا مودي د خپل حکومت هغه فيصله ستايلې د کومې په ترڅ کې چې د جمو کشمير نيم خودمختاره حيثيت ختم کړل شوی او د غه سيمه اوس د هند د يونين برخه گرځول شوې ده.

د هندوستان د ازادۍ د ورځ په مناسبت په خپله وينا کې ښاغلي مودي ويلي پخواني انتظام په جمو، کشمير او لداخ کې د بډو رشوتونو او د خپل خپلوانو د پاللو سره سره د ښځو، ماشومانو، ذات پات او د قبايلي فرقو حقونه هم د پښو لاندې کړي وو.

پاکستان د ښاغلي مودي د دريځ نه بلکل بدل فکر لري. د وزير اعظم عمران خان په گډون د تېرو ٧٢ کالو راهسې پاکستاني مشران وايي چې هندي کشمير کې هند ولس ته د خود اراديت حق نه ورکوي او د هند د کشميريانو سره په ظلم کولو تورنوي.

هند د هېواد د ايين نه دفعه ٣٧٠ ختمه کړې د کومې په اساس چې جمو کشمير د نيم خود مختاره رياست حيثيت لرلو. پاکستان د چين په مرسته د کشمير مسله د ملگرو ملتونو د امنييت په شورا کې راپورته کړې چې د جمعې په ورځ به پرې په بندو دروازو بحث کيږي.

(په ملک کې اوس د ټولو وگړو حقونه او ذمه وارۍ يو شان دي،) دا وينا ښاغلي مودي د ډيلي په لال قلعه کې يوې دستورې ته په داسې وخت وکړه چې هندوستان خپله ازادي لمانځي خو د کشمير اوسيدونکي د مسلسل کرفيو سره مخ دي او د يادې سيمې نه معلومات بهر ته نه راوځي.

د کشمير شخړې يو ځل بيا د هند او پاکستان تر منځ تاو تريخوالی تند کړی او په لاين اف کنټرول د دواړو هېوادونو د ځواکونو تر منځ تازه انښتې شوي دي.

د وزير اعظم مودي په فيصله تنقيد کونکي وايي د سيمې حيثيت بدلول به د يادې سيمې په ابادۍ اغېزې ولري چرته چې د مسلمانانو اکثريت دی. خو د بلې خوا ښاغلی مودي وايي چې په پخواني نيم خود مختاره رياست کې د سرمايه کارۍ د نه کېدو په وجه د سيمې ترقي ودرېدلې وه.

د هند د ايين نه دفعه ٣٧٠ ختمول د نرېندرا مودي د تېر انتخابونو د کمپين يوه غټه نعره او ژمنه وه. اوس د هندوستان د پارلمان دواړو ايوانونو هغه صدارتي حکم د قانون په توگه منظور کړی دی د کوم له مخه چې د ايين دغه دفعه ختمه کړل شوې ده.

روپورټونه او تبصرې وايي د ښاغلي مودي وينا د هغه د هم منسب پاکستاني وزير اعظم عمران خان د څوارلسم اگست د وينا نه بېخي بدله وه.

نوموړي هند ته دړکه ورکړې وه چې که حاجت يې پيښ شو نو ملک يې تيار دی چې د کشمير په سر تر اخره پورې وجنگيږي. زه نه غواړم جنگ وکړم خو دا اوس ښکاره خبره ده هند خبرې نه کول غواړي. جنگ به د جا هم مرسته ونکړي.)

عمران خان د هېواد د ازادۍ په ورځ د کشمير قانونساز اسمبلۍ ته په وينا کې وويل چې د هند سپېړې ځواب به په سوک ورکوي او دا ويره يې هم څرگنده کړه چې هند په پاکستان د بريد تياري کوي.

عمران خان په نړۍ غږ وکړو چې د کشمير د شخړې په سر دې د پاکستان دريځ ومني او د هندوستان ملگرتيا دې پرېږدي.

د دواړو وزير اعظمانو ويناو ته په پاکستان او هند کې څېړونکو په خپلو تبصرو کې ويلي چې د دواړو د ازادۍ د دوه اويا کالو نه زيات وشول خو د کشمير په شخړه هم په هغه ځای ولاړ دي چې د چرته نه شورو شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG