لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په واهګه پوله هندي او پاکستاني سرتېرو دا ځل یو بل ته شېریني ولې نه ده ورکړې؟


wahga sweet
wahga sweet

د هند د سرحدي ځواکونو مشر کې.کې شرما ویلي، د واهګه په سرحدي پوله د هند او پاکستان د بیرغونو پورته کولو دستورې په موقع د دواړه هېوادو سرحدي ځواکونو د ډزبندۍ خلاف ورزۍ په سر را پورته شوي تاوتریخوالي له کبله يې یو بل ته شېریني نه ده ورکړې.

د پاکستان او هندي مطبوعاتو تر مخه ښاغلي شرما ویلي، چې د دواړه هېوادونو د سرحدي ځواکونو له مشرانو سره په ملاقات کې د ډزبندۍ پر سرغړونو خبرې اترې شوي چې پکې دواړه هېوادونه د ډزبندۍ د سرغړونو په راکمولو باندې راضي شوي دي.

نوموړي ویلي د تاوتریخوالي په ماحول کې دوی یو بل ته شېریني نه ده ورکړې خو زیاته کړې یې ده، چې دغه روایت به ډېر زر بیرته پر ځای کوي.

د پاکستان او هندوستان سرحدي ځواکونه د واهګه په سرحدي پوله باندې د خپلو خپلو هېوادونو بیرغونه پورته کولو دستورې په وخت یو بل ته شېرینۍ ورکوي. د دغې دستورې د کتو لپاره د دواړه هېوادونو له بېلابېلو برخو نه خلک په ګڼ شمېر کې ورځي.

په دستوره کې د پاکستان او هندوستان غښتلي او برېتور سرحدي سرتېري د خپلو خپلو خلکو په وړاندې په ډېر جوش او جذبه کې پرېډ کوي او د ډېرې غوسې په انداز کې د یو بل سره ستړي مه شي (روغبړ) کوي او داسې ښکاري چې د پرېډ کوونکو ځواکونو له برېتونو وینې څاڅي. د دواړه هېوادونو د پوځیانو یو بل ته د لاس ورکولو انداز هم د دوی د یو بل لپاره دښمني ښکاره کوي.

د برتانيې نه په ۱۹۴۷م کال کې د خپلواکۍ تر لاسه کولو راهیسې د پاکستان او هندوستان یو بل سره څو ځله جنګونه شوي او تر اوسه يې اړیکې خرابې دي.

د دواړه هېوادونو د پوځیانو تر منځ وخت په وخت د ډزو پېښې رامنځ ته کیږي چې اکثر د دې تور په یو بل پورې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG