لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب ته زمونږ پوځ جنګ له نه ځي: شاهد خاقان عباسي


د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي هیواد يې سعودي عربستانته پوځ د جنگ لپاره نه، د تربيې لپاره لیږلی دی. وزیراعظم دا خبره تیره ورځ د پاکستان یو شخصي ټیلي ويژن ته په یوه مرکه کې کړې ده.نوموړي وویل: ٫٫ یو عسکر به هم هلته په چا حمله نه کوي.٬٬

تیره اوونۍ د پاکستان پوځ په یو خبر پاڼه کې ویلي وو د پاکستان د پوځ یوه ډله به په سعودي عرب کې د تربیې او سلا لپاره موجود وي. د دې بیان وروستو په هیواد کې سیاسي غړو او څیړونکو په دغه بیان اندېښنې څرګند کړې وې او دوي ویره لري چې چرته پاکستان د یمن شخړې ته ښکیل نه شي.

وزیراعظم عباسي وویل چې د تیرو څلویښتو کالو راهسې د پاکستان پوځ په سعودي عرب کې د تربیې لپاره پروت دی. او د پوځ دغه تګ راتګ یوه عامه خبره ده. ښاغلي عباسي زیاته کړې، دا اندازې بې ځایه دي چې د پاکستان پوځ په یمن کې د حملې لپاره لیږل شوی دی.

د پاکستان وزیراعظم وویل د دفاع وزیر په دې اړه سینټ ته ښکاره بیان ورکړی او که چری پارلیمان نور وضاحت غواړي نو دوي تیار دي، نور معلومات به هم ورکړي.

وړاندې د دې نه د پاکستان په سېنټ یا ایوان بالا کې په سعودي عرب کې د پاکستاني پوځیانو د پرځای کیدو په اړه پوښتنې راپورته شوي وې او د سنېټ چیرمن رضارباني ویلي د کومې معاهدې دلاندې چې سعودي عرب ته عسکر لیږل شوي د دی تفصیل څه دی؟

سنېټر رضارباني دا تپوس هم کړی وو چې په سعودي عرب کې پاکستاني ځواکونه څه خدمات ترسره کوي؟

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستگیر سنېټ ته وویلي وو دا وخت سعودي عرب ته ١٦٠٠ پاکستاني پوځیان لیږل شوي دي او په اینده څو میاشتو کې به ١٠٠٠ نور عسکر لیږل کیږي.

خرم دستگیر زیاته کړې وه چې د ترهگرۍ پرضد د سعودي ځواکونو د تربيي دپاره پاکستاني عسکر د سعودي عرب په بیلا بیلو برخو کې پرځای کړی شوي دي.

د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرل راحیل شریف د سعودي عرب په مشرۍ کې جوړ د سني اسلامي هېوادونو د ائتلافي ځواکونو مشر دی.

څیړونکي وايي د سني اسلامي هېوادونو د دغه ائتلاف بنیادي مقصد په منځني ختیځ کې د ایران د اغیز مخه نیول دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG