لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت د کورمې پېښه کې د ککړو کسانو په ضد د سخت اقدام پرېکړه کړې ده


د خېبر پښتونخوا حکومت په ناکراره قبایلي ضلعه کوزه کورمه کې د ډپټي کمشنر په قافله له شوي برید وروسته دغه پېښه کې د ککړو کسانو په ضد د سخت اقدام پرېکړه کړې ده.

د خالي- شنبې په شپه ناوخته د وزیراعلا علي امین ګنډا پور په مشرۍ راجوړه شوې یوه بېړنۍ غونده کې چارواکو ته لارښوونه شوې چې پېښه کې د ککړو ټولو کسان په ضد باید مقدمې درج اؤ هغوي ونیول شي.

د غونډې په اړه مطبوعاتو ته د ورکړل شوي سرکاري بیان تر مخه په دې غونډه کې د صوبې چیف سیکرټري اؤ د پولیسو مشر هم برخه درلوده اؤ د خالي د ورځې د رامنځته شوي برید نه وروسته د غونډې برخه والو د سیمې په وضعیت غور اؤ بحث کړی دی.

غونډه کې پرېکړه شوې ده چې په کورمه کې د امن له ترسره شوي تړون وروسته د تړون څخه د سرغړونې ذمه وار دي نو ځکه باید پېښه کې ککړ ټول کسان قانون ته وسپارل شي.

غونډه کې ویل شوي چې د هیڅ یو ترهګر سره به نرمي نه کیږي اؤ د هغوي سره مرسته کوونکي به هم نیول کیږي.

په غونډه کې دا هم ویل شوي چې کومو ترهګرو دا برید کړی د هغوي د سرونو قیمت به مقررولی شي.

د جمعې په ورځ د کوزې کورمې په بګن سیمه کې د ډپټي کمشنر په قافله نامعلومه وسله والو برید کړی ؤ چې پکې ډپټي کمشنر جاوېد الله مسېد، درې د ایف سي اؤ یو د پولیس عسکر اؤ یو بل لاروی ژوبل شوي وؤ.

د کورمې په انتظامي مشر دا برید په داسې حال کې شوی چې د جنوری په وړومبۍ نېټه په کورمه د شيعه او سني ټولنو ترمنځ د حکومت په منځګړيتوب جرګه ترسره شوې جرګه کې دواړو فريقينو د امن په لوظنامه لاسيلکونه کړي وؤ.

د امن د ترسره شوي دغه تړون نه وروسته ټاکل شوې وه چې پرون د خالي په ورځ به د75 ټرکونو یوې قافلې کورمې ته امدادي سامان رسولو .

د کورمې ډپټي کمشنر دغه امدادي قافلې ته د لارې هوارولو لپاره سیمې ته تللی ؤ چې په بګن کې نامعلومه وسله والو د هغه په قافله ډزې وکړې.

د کورمې په ډپټي کمشنر د شوي برید ذمه واري لا په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې خو سرچینې وایي چې له پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړې دي.

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، دغه لاره بنده پاتې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG