لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لاهور کې د شهري حقونو نیول شوی فعال کور ته راغلو، ورور یې وویل


په لاهور کې د پروګرسيو سټوډنټس کلکټيو د محسن ابدالي د بې درکۍ په اړه جاري کړي بيان کې ويلي ددغه تنظيم د منتظم دې او له ورکيدو مخکې په اخري ځل هغه د منظور پشتين د ګرفتارې پرضد اسلام اباد کې د یوې مظآهرې انتظام کړی و
په لاهور کې د پروګرسيو سټوډنټس کلکټيو د محسن ابدالي د بې درکۍ په اړه جاري کړي بيان کې ويلي ددغه تنظيم د منتظم دې او له ورکيدو مخکې په اخري ځل هغه د منظور پشتين د ګرفتارې پرضد اسلام اباد کې د یوې مظآهرې انتظام کړی و

د شهري او دستوري حقونو دپاره کار کونکي تنظيم پروګرسيو سټوډنټس کلېکټيو منتظم او د پنجاب يونيورسټې طالب علم محسن ابدالي چې د زيارت، پنجشنبې، په سحر نا پیژندلو کسانو په لاهور کې بوتللی و بیرته کورته ته راغلی دی. د هغه ورور د دې خبرې تصدیق وکړو.

د محسن ابدالي ورور عمر خان وي او ای ته وویل چې محسن ابدالي بیرته کور ته راغلی دی.

عمر خان نور څه تفصیل شریک نکړو چې ورور یې چا او یا ولې نیولی و؟ خو د محسن ابدالي د کور څخه بوتلل کېدو وروسته عمر خان ویلي وو چې ورور یې د پاکستان استخباراتي ادارو نیولی ودی.

د محسن ابدالي د نیول کېدو خبر په داسې ورځ مخې ته راغلی و چې د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د پاکستان په اړه د کال٢٠١٩ په خپل رپورټ کې ویلي په هېواد کې د خلکو په زور بې د درکه کېدلو، د تشدد، د مېرمنو خلاف زور زیاتی، په مطبوعاتو بندیزونه او د مذهبي او قومي اقلیتونو د ویرول کېدو لړۍ دوام لرلو.

محسن ابدالي د شهري حقونو تنظيم پروګرسيو سټوډنټس کلېکټيو منتظم او د پنجاب پوهنتون د ايګري کلچر په څانګه کې د لوړو زدکړو طالب علم دی. او په پاکستان کې د خلکو د دستوري حقونودپاره غونډې راجوړولی.

د محسن ابدالي د کور ته بیرته تگ نه وړاندې عمر خان وي او ای ډیوه وویل سحر درې نيمې بجې د هغوی د کور ور وټکول شو او کله چې یې پلار دروازه خلاصه کړه نو مخ پټ نامعلوم تنانو چې په لاسونو کې وسلې وې کور ته دننه شول او د محسن ابدالي پوښتنه یې وکړه او بيا د هغوی د مزاحمت پرته محسن د ځان سره د تورو شيشو په گاډي کې په زور بوتلو او د هغه موبايل او ليپ ټاپ ې هم يوړلو.

د محسن ابدالي ورور عمر خان ویلي وو چې هغوي ددغه پيښې ابتداي رپورټ د لاهور په باغبان پوره تاڼه کې درج کړی و.

هغه ویلي وو پوليس ورته په غیر رسمي ډول ويلي چې محسن به د خفيه ايجنسيانو چارواکو بوتللې وي.

ورځپاڼه ډان په خپله ويب پاڼه خپل خبر کې د پوليسو د قوله ليکي، ددغه پيښې لمړې رپورټ د محسن ابدالي د ورور په شکايت درج کړې او پوليس واي چې ددې معاملې پلټنې یې پيل کړي .

د پاکستان مرکزي او يا د پنجاب حکومت د محسن ابدالي د نیول کېدو او خوشي کېدو په اړه څه نه دي ويلي .

په لاهور کې د پروګرسيو سټوډنټس کلکټيو د محسن ابدالي د بې درکۍپه اړه جاري کړي بيان کې ويلي ددغه تنظيم د منتظم دې او له ورکيدو مخکې په اخري ځل هغه د منظور پشتين د ګرفتارې پرضد اسلام اباد کې د پي ټي ايم او عوامي ورکر پارټې د نيول شویو فعالينوپه حق کې په لاهور کې د وومن ډيمو کريټک فرنټ مظاهره راجوړه کړې وه .

په لاهور کې د پروګرسيو سټوډنټس کلکټيو مشرې عروج اورنګزيب ډيوه سره خبرو کې وویل هغوی د سحر راهـسې دلاهور ټولې تهاڼې لتولي دي خو د محسن ابدالي درک نه دې لګيد لې او د هم نه ده ښکاره شوې چې هغه چا او په کوم تور کې بوتللې دی.

هغې وویل دوی په اخري ځل محسن ابدالي په لاهور کې تيره ورځ هغه مهال ليدلې و چې کله هغه د پي ټي ايم د مشر منظور پشتين د نيونې پرخلاف د اسلام اباد څخه د احتجاج په سر پي ټي ايم د فعالينو په حق کې مظاهره راجوړه کړې وه .

عروج اورنګزيب واي ښکاره چې وس خلک د يو بل په ملاتړ کې د راوتلو او اواز پورته کولو څخه هم منع کيږي .

ښکاره دې وي چې په لاهورکې د محسن ابدالي د پورته کيدو دا پيښه له هغې يوه ورځ وزرسته رامينځ ته شوې چې پرون په اسلام اباد کې د پي ټي ايم نيولې شوي ٢٣ فعالين جوډيشنل مجسټريټ جيل ته ليږلي دي .

د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه تنظم ايچ ار سي پي د پي ټي ايم د مشر منظور پشتين او د هغه د پلويانو نيول په سختو ټکو کې غندلي او د هغوي د خوشې کولو غښتنه ې کړيده .

په لاهور کې د بشري خقنونو فعال عمار جان په ټويټر ويلي بايد چې په جبر د بې درکه کولو دا کلچر نور ودرولې شي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG