لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: پاکستان دې د افغان کډوالو د استوگنې نیټه د اوږدې مودې دپاره وغځوي


د ملگرو ملتونو د کډوالو نړېواله اداره UNHCR وایي باید دا ځل د پاکستان حکومت پر خپله خاوره میشتو افغان کډوالو د استوگنې نیټه د اوږدې مودې دپاره وغځوي، او دا دې د عمومي چلند د درېیو او شپږو میاشتو د مودې د پراخوالي په نسبت، دوه کاله وټاکي.

د یو اېن اېچ سي آر ویاند، قیصر افریدي وایي دا فیصله به د پاکستان حکومت او د سرحدي او ریاستي چارو وزارت (SAFRON) کوي.

افریدي ډېوه ته وویل: "د سیفران وزارت یو کمیشنریټ دی له هغو سره زموږ اداره هم په رابطه کې ده. خبرې ورسره روانې دي. په افغانستان کې فی الحال حالات داسې سازگار نه دي چې دا خلک دې واپس ولاړ شي."

قیصر افریدي زیاته کړه چې افغان کډوال به پخپله خوښه افغانستان ته ستنیږي، مگر "مونږ له حکومته دا خواست کوو چې تاسو د دوی لپاره د اوږدې مودې اېکسټنشن ورکړئ، نه چې د درېیو درېیو میاشتو یا د شپږو شپږو میاشتو. چې د یو کال یا د دوو کالو، دغه راز موده وغځول شي نو د دوی لپاره به دا بهتره وي."

په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوگنې موده د روانې میاشتې پر دېرشم تاریخ ختمیږي. پاکستان دا نیټه تر اوسه لا نه ده غځولې. خو د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر، شوکت یوسفزي سره تړلې، په پاکستاني میډیا کې یو وروستي بیان کې د هغه له قوله وویل شول چې د پښتونخوا صوبائي حکومت، وفاقي حکومت ته د افغان مهاجرو د نورې استوگنې د اجازت نه ورکولو ویلي دي.

خو شوکت یوسفزي ډېوه نیوز ته وویل چې هغه داسې خبره نده کړې او له هغه سره تړلې خبره، له حقیقت نه لېرې ده، او نه صوبائي حکومت داسې څه موقف لري.

په پیښور کې د افغان قونسلگرۍ د کډوالو د چارو مسئول، حمید جلیلي وایي دوی ته هم د پښتونخوا حکومت رسما" څه نه دي ویلي او په جولائي کې د یو اېن اېچ سي آر، پاکستان، او افغان دولت په غونډه کې به، د کډوالو د آینده د پاره پرېکړه وکړي.

یو اېن اېچ سي آر وایي دا وخت په پاکستان کې نږدې څوارلس لاکهه افغان مهاجر په پي او آر کارټونو باندې قانوني استوگنه لري. له دې سره سره، نږدې پنځه لاکهه نورو افغان وگړو ته د استوگنې وروستني کارټونه ورکړل شوي دي. دا کډوال زیاتره په پښتونخوا او د بلوچستان په سیمو کې میشت دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG