لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني: پاکستان ته مو د کاسا ـ زر منصوبې د ټرانزیټ بیعه ټیټه کړله چې اعتمادسازي وشي


په افغانستان کې د کاسا ١٠٠٠ په نوم د بجلۍ د غټې سیمه ییزې منصوبې عملي کار پیل شو.

کاسا ١٠٠٠، هغه ټرانزیتي منصوبه ده چې له قرغېزستان څخه د تاجکستان او افغانستان پر لار، پاکستان ته به ورباندې بجلي انتقال شي.

د دې منصوبې د عملي کار د پرانیستې په دستوره کې چې د کابل د سروبي ولسوالۍ د نغلو بند په سیمه کې جوړه شوې وه، افغان صدر محمد اشرف غني، نورو جگپوړو افغان چارواکو، په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان، او د منځني آسیا د یو شمېر هېوادونو سفیرانو برخه اخیستې وه.

ولسمشر غني په دې دستوره کې د وینا پر مهال وویل چې فېصله شوې د کاسا ١٠٠٠ منصوبې د ټرانزیت بیعه راټیټه شي. د هغه په وینا، په بیعه کې اساسي بدلون راغلی " ترڅو د پاکستان ولس ترې ګټه واخلي او باورمند شي."

د افغانستان د برېښنا (بجلۍ) شرکت رئیس انجنیر امان الله غالب هم په دې دستوره کې وویل چې کاسا ۱۰۰۰ منصوبه به پاکستان ته د "ډاډمنې، ارزانه او دوامدارې" بجلۍ آسانتیا برابره کړي.

د قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د کاسا ١٠٠٠ منصوبې نقشه
د قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د کاسا ١٠٠٠ منصوبې نقشه

تاجکستان او قرغیزستان د بجلۍ د تولید دپاره گڼ شمېر د اوبو ډېمونه لري او هر کال یې د بجلۍ پیداوار، له خپلې اړتیا زیات دی. بل اړخ ته، په پاکستان او افغانستان کې بیا د بجلۍ کمښت دی او ډېر وختونه خلک له لوډشېډېنگ نه رنځ وړي.

د کاسا ١٠٠٠ منصوبه په دې مقصد په پام کې نیول شوې چې قرغیزستان او تاجکستان به خپله اضافي بجلي، د افغانستان له لارې ټرانزیټ کوي او په پاکستان به یې خرڅوي. افغانستان په دې منځ کې ټرانزیټ فیس او یو څه بجلي ترلاسه کوي.

د افغانستان د صدارتي ماڼۍ د بیان ترمخه، کاسا ۱۰۰۰ منصوبه به څلور سوه میلینه ډالره کلني آمدات ولري چې له دې نه افغانستان په کال کې له ۴۵ میلیون څخه تر ۵۰ میلینه ډالره آمدن ولري.

د کاسا ١٠٠٠ منصوبې په اړه د خبرو ترڅنگ، صدر غني نن زیاته کړه، افغانستان دې ته هم گوري چې د پاکستان ریاست د ټاپ (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان ترمنځ د گېسو ټرانزیت) منصوبې په اړه "خپله وروستۍ پرېکړه وکړي".

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG