لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاجران وايي په پاکستان کې د وړو موټرو طلب اوس زیات شوی


د خېبرپښتونخوا د ګاډو د خرڅوولو او اخیستلو کاروباري تن نصرالله خان وايي په نوو ګاډو د ټېکسونو اغېز په زړو ګاډو پرېوتی دی او د کرونا وبا وروستو د زرو ګاډو نرخونه زيات شوي دي
د خېبرپښتونخوا د ګاډو د خرڅوولو او اخیستلو کاروباري تن نصرالله خان وايي په نوو ګاډو د ټېکسونو اغېز په زړو ګاډو پرېوتی دی او د کرونا وبا وروستو د زرو ګاډو نرخونه زيات شوي دي

د پاکستان د اټوموټو ټرېډرز یا د موټرو د تاجرانو اتحاديه وايي د کرونا وبا په لومړيو ورځو کې د وړو ګاډو روزګار ۴۰ فيصده کم شوی ؤ، کمپنۍ بندې شوي وې او ګاډي هم نه تيارېدل خو اوس په اقتصادي هلو ځلو کې زياتوالی ليدل کېږي او د ګاډو غوښتنه هم زياته شوې ده۔

د اتحاديې مشر عبدالرحمان وي او ای ډيوه ته وويل د ډالر د قدر د کمي سره په دوی دومره اغېز نه دی شوی او کوم نرخونه چې وړاندې وو، اوس هم په ځای دي۔

نوموړی زياتوي ځايي کارخانې بندې وې خو اوس د ګاډو جوړېدل بيا شروع شوي دي او کومه ځنډ چې راغلی و د هغې له امله د ګاډو غوښتنه لا زياته شوې ده۔ هغه وویل د موټرو نرخونه د ډالر د نرخ زياتېدو يا کمېدو سره بايد کم شوی وی خو نرخونه هم په ځای ولاړ دي۔

دا په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸م کې د پاکستان د عامو ټولټاکنو وروسته حکومت د ګاډو جوړولو په کارخانو ټېکسونه زيات کړي وو ، د سود شرح یې لوړه کړې وه او د ډالر قدر د روپۍ په پرتله ۱۶۸ روپۍ ته رسېدلی ۔

خو اوس حکومت د سود شرح اووه فيصده ته کمه کړې او ډالر هم د روپۍ په مقابله کې ۱۶۰ روپۍ ته راکم شوی دی۔

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د ګاډو د جوړولو د کمپنو د اتحاديې په حواله وايي د وړو ګاډو په خرڅ کې ۱۳ اعشاريه څلور فيصده زياتوالی ليدل کېږي او د مالي کال ۲۰۲م،۲۱م په لومړيو شپږو مياشتو کې ۶۷زره ۲۶ ګاډي خرڅ شوي دي۔

د ورځپاڼې په وينا د جيپانو په خرڅ کې ۱۳۴ فيصده، د مالونو وړلو واړه ګاډي ۳۲ اعشاريه څلور فيصده، ټرېکټرې ۴۳ فيصده او د موټرسايکلو په خرڅ کې ۱۹فيصده زياتوالی راغلی دی۔

خو بل اړخ ته د ګاډو مقامي خرڅوونکي او اخیستونکي وايي په نوو ګاډو د زيات ټېکس له امله زاړه ګاډي د دوو نه تر درې لاکه روپو پورې ګران شوي دي چې اثر يې د ۸۵۰ سي سي ګاډو نه واخله تر ۱۶۰۰ سي سي ګاډو باندې پرېوتی دی۔

د خېبرپښتونخوا د ګاډو د خرڅوولو او اخیستلو کاروباري تن نصرالله خان وايي په نوو ګاډو د ټېکسونو اغېز په زړو ګاډو پرېوتی دی او د کرونا وبا وروستو د زرو ګاډو نرخونه زيات شوي دي۔

د يادونې وړ ده چې په ۲۰۱۹م کې د حکومت له خوا د ۸۵۰ سي سي ګاډي نه د بره ګاډي په اخستلو ۵۰۰۰ روپۍ ودهولډنګ ټېکس لګول شوی ؤ،د ۱۰۰۰ سي سي نه تر ۱۳۰۰ سي سي ګاډو باندې ۷۵۰۰ روپۍ او ۱۶۰۰ سي سي ګاډو باندې ۱۲۵۰۰ روپۍ ودهولډنګ ټېکس لګول شوی ؤ۔

د دې ترڅنګ د ګاډو د سامان په راغوښتلو يا درامدي سامان باندې لېوي ټېکس د دوه نيم فيصد نه اووه نيم فيصده ته زيات کړی شوی ؤ۔

هم دا راز د بهر نه راغوښتونکي ګاډي باندې کسټم ډيوټي (ټېکس) ۳۰ فيصده ته رسول شوی دی۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG