لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې هدفي وژنې د پښتون قام پرضد سازش دی ـ اې اېن پي


د خیبرپښتونخوا صوبې د صوابۍ ضلعې په شوه سیمه کې نامعلومو وسله والو د عوامي نیشنل گوند ځایي کارکوونکی په هدفي ډزو وژلی دی.

پولیس وایي ٦٥ کلن محمد فضل هغه وخت په نښه شو کله چې هغه په شوه کلي کې خپل کور ته روان و. پولیس وایي په موټرسایکل سپاره دوه نامعلومو کسانو پر هغه ډزې وکړې او هغه په ټک مړ شو.

امنیتي چارواکو د نامعلومو وسله والو پرضد د پولیسو په تهاڼه کې مقدمه درج کړېده. د محمد فضل د چا سره دښمني نه وه. د خان عبدالولي خان د قافلې ملگری او د عوامي نیشنل گوند سابقه سالار او د شوه یونین کونسل مشر محمد فضل پخپل کلي کې خاورې ته سپارل شوی دی.

تر اوسه پورې کومې ډلې د هغه د وژنې پړه پر خپله غاړه نده اخیستې.

د عوامي نیشنل گوند عمومي سېکرټر او په صوبائي اسمبلې کې د مخالفې ډلې غړی سردار حسین بابک په خیبرپښتونخوا کې هدفي وژنې د پښتون قام پر ضد یو سازش گڼلی دی.

د عوامي نېشنل گوند غړی، سردار حسین بابک
د عوامي نېشنل گوند غړی، سردار حسین بابک

هغه وي او اې ډېوه ته وویل، "دا خو د پښتنو خلاف یو سازش دی. د تشدد دا لړۍ تاسو وگورئ، دې ډېر لوی تاوان وکړ. بیا ډېره د افسوس خبره دا وي چې د ورځې په رڼا خلک راشي په کلیو کې په بازار کې ووژلی شي. چاته تحفظ حاصل ندی. او بیا بیا هغه ترهگر دا خبرې کوي، خلکو ته په موبایل دهمکیانې ورکوي، ټلیفونونه هم کوي، خپله موجودگي ښیي په زوره. ټارگیټ کېلېنگ (هدفي وژنې) هم کوي. زما خیال دا دی چې دا د حکومت دپاره ډېر لوی سوالیه نشان دی. دا ډېره افسوسناکه ده او دا لړۍ اودرېدل په کار دي."

په پاکستان کې تر ډېره حده پورې په ترهگرۍ کې کمی راغلی دی او حکومت دعوه لري چې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې ترهگرۍ ته شکست ورکړل شوی دی. خو اوس یو ځل بیا په هدفي وژنو کې اضافه لیدل کیږي.

په خیبرپښتونخوا کې له وړاندې نه د عوامي نیشنل پارټۍ کارکوونکي په نښه کیږي او په دې وروستیو کې په مرکزي ښار پیښور کې د عوامي نیشنل گوند ځوان غړی سرتاج خان هم نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی و.

په پېښور کې د پارټۍ کارکوونکي او د بلور کورنۍ سره تعلق لرونکي د هارون بلور زوی دانیال عزیز او سردار حسین بابک ته د نامعلومو وسله والو لخوا د وژنې دهړکې هم ورکړی شوي دي.

عوامي نیشنل گوند وایي د ترهگرۍ په جنگ کې، د هغوی له زرو نه زیات کارکوونکي وژل شوي دي. د گوند وینا ده چې هغوی په منطقه کې د عدم تشدد، سوکالۍ او امن خبره کوي، نو ځکه هغوی په نښه کیږي.

ډېوه نیوز سره د خبرو پر مهال، سردار حسین بابک وویل چې کله هم په افغانستان کې د سولې او امن خبرې مخ پر وړاندې ځي، نو په تشدد کې اضافه کیږي. هغه زیاته کړه، "مونږ گورو ډېره د خوشحالۍ خبره ده چې په افغانستان کې د امن دپاره مذاکرات کیږي، خبرې کیږي. الله دې وکړي چې دغه مذاکرات نتیجه خیز او د افغانستان او پاکستان او چې کوم ملکونه غواړي دلته امن راشي، د هغو دې په خیر وگرځي چې دلته مستقل امن راشي."

یاده دې وي چې د اتوار یا یکشنبې په ورځ، په صوابۍ ضلعه کې د عوامي نیشنل گوند د وژل شوي مشر او پخواني صوبائي اسمبلې غړي شعیب خان تلین هم ولمانځل شو. هغه درې کاله وړاندې په صوابۍ ضلعه کې نامعلومو وسله والو په نښه کړی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG