لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: دمدني ټولنې غړي د ټوقانجو د وسلو په ضد راپورته شوي


د شورو په ورځ دپاکستان دخيبر پښتونخوا صوبې په پلازمينه پيښور کې دپښتونخوا کلچرل فاؤنډيشن اؤ باچا خان ټرست ايجوکشن فاؤنډيشن لخوا يوه مظاهره اؤ لاريون شوى دى چې په هغې کې برخه والو د حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ماشومانو دپاره د ټوقانجو په وسلو دې قدغن ولگول شي ترڅو ماشومان په مستقبل کې د وسلو د ناوړه اثراتو څخه محفوظ پاتې شي
د شورو په ورځ دپاکستان دخيبر پښتونخوا صوبې په پلازمينه پيښور کې دپښتونخوا کلچرل فاؤنډيشن اؤ باچا خان ټرست ايجوکشن فاؤنډيشن لخوا يوه مظاهره اؤ لاريون شوى دى چې په هغې کې برخه والو د حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ماشومانو دپاره د ټوقانجو په وسلو دې قدغن ولگول شي ترڅو ماشومان په مستقبل کې د وسلو د ناوړه اثراتو څخه محفوظ پاتې شي
د ماشومتوب وخت چې دماشوم د تعليم اؤ تربيې وخت گڼل کيږي د نفسياتو ماهرين وايي په دغو وختونو کې د ماشوم ذهن د يو سپين کاغذ په څير وي اؤ هر څوک چې وغواړي په دغه سپين کاغذ د خپلې خوښې ليکل کولى شي.
ماشوم کۀ د تعليم اؤ تربيې څځه وړاندې يا هم په دغه مهال په لمړي فرصت کې کوم څه ته اوليت ورکوي نو هغه لوبې اؤ د لوبو شيان يعنې نانځکې وي.
د ماشومتوب دغه لوبې اؤ د لوبو شيان د ماشوم په ذهن دومره ژور اثرات پريږدي چې تر بوډا توبه بيا ددغو اثراتو څخه انسان خپل ځان نه شي رانغاړلى .
دپښتنو په ټولنه کې هم لکه د نړۍ د نورو قامونو بيلابيلې لوبې رواج دي اؤ ددغو لوبو دپاره جوړې شوې نانځکې چې کهلونې هم ورته وئيلى شي پښتانۀ ډير په مينه خپلو ماشومانو ته اخلي.
خو د تيرو څو لسيزو راهسې چې د پښتنو په سيمه د جنگونو ، کرکې اؤ انتهاخوښۍ کوم طوفان رالوتلى دى دهغې اثرات کۀ چرته د ژوند په نورو مدونو کې واضحه ليدل کيږي نو هلته د ماشومانو دلوبو شيان يا نانځکې ددغو اثراتو څخه بچ نۀ دي پاتې شوي .
دا مهال په پښتنه ټولنه کې د ماشومانو د لوبو دپاره په لويې مقدار کې بيلابيلې د ټوقانجو وسلې مارکيټ ته راوتلي دي چې ماشومان هغه اخلي اؤ لوبې پرې کوي خو د مدني ټولنې غړي وايي پښتون قام چې د وسلې اؤ جنگونو دلاسه څومره وځپل شو د هغې څخه وروستو ضروري ده چې پښتنو بچو ته دلوبو په شيانو کې وسلې نه بلکې قلمونه، کتابونه، د موسيقۍ ، اؤ نور علمي سائنسي اثار ورکړل شي ترڅو د وسلو د ناوړه اثراتو څخه د پښتنو بجو ذهنونه صفا پاتې شي.
په دغه لړکې د شورو په ورځ دپاکستان دخيبر پښتونخوا صوبې په پلازمينه پيښور کې دپښتونخوا کلچرل فاؤنډيشن اؤ باچا خان ټرست ايجوکشن فاؤنډيشن لخوا يوه مظاهره اؤ لاريون شوى دى چې په هغې کې برخه والو د حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ماشومانو دپاره د ټوقانجو په وسلو دې قدغن ولگول شي ترڅو ماشومان په مستقبل کې د وسلو د ناوړه اثراتو څخه محفوظ پاتې شي.
د مظاهرې راجوړونکي يو تن مشر محمد روما وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره په خبرو کې وويل چې د ټوقانجو دغه وسلې ٨٠ فيصده پاکستان ته دچين څخه راځي اؤ ٢٠ فيصده دپنجاب په لاهور،گجرانوله اؤ گجرات کې جوړيږي.
هغه د حکومت اؤ سوداگرانو څخه غوښتنه وکړه چې د ماشومانو د ذهنونو د خرابيدو دمخنيوي په خاطر بايد ددغو نانځکو مخه ونيسي اؤ ددې په کاروبار دې بنديز ولگول شي.
نوموړي وويل ډير زر به دهغوئ لخوا د ټوقانجو په وسلو د بنديز په هکله د چين سفارت اؤ ملگرو ملتونو ته يو درخواست ورکړل شي اؤ هم به د پاکستان د قانون سازه ادارو څخه د ټوقانجو د وسلو په ضد د قانون سازۍ کولو دپاره خپلې عملي هڅې تندې کړي
مظاهره کې گډون کوونکې د باچاخان ايجوکشن فاؤنډيشن يوې کارمندې ثناء اعجاز وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وويل دماشومانو په لاسونو کې د ټوقانجو وسلې ورکول يو خطرناک عمل ځکه دى چې نن کۀ يو ماشوم د وسلو سره بلد شي نو سبا هغه ته په ځان پسې بم تړل يا د ترهگرۍ په لاره تلل هيڅ گران کار نۀ ښکاري.
د پښتو ژبې شاعر اؤ سندرغاړي امجد شهزاد ډيوه راډيو سره خبرو کې وويل پځايې ددې چې مونږ خپلو ماشومانو ته د ټوقانجو وسلې ورکړو پکار ده چې هغوئ د مينې طرفته راوگرځوؤ اؤ د مينې جوړ شيان ورته ورکړو.
امجد شهزاد زياته کړه دا مهال د موسيقۍ د ټوقانجو ډير ښکلي الات لکه پيانو،ستار، گټار،رباب، طبله مارکيټ کې خرڅيږي بايد مونږ دغه شيان خپلو بچو ته د وسلو پځايې په لاس کې ورکړو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG