لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ په پښتون ژغورنې غورځنګ د افغان او هند د استخباراتي ادارو نه د پېسو اخیستو تورونه لګولي


د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور په پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د افغانستان او هند د استخباراتو نه د پېسو اخيستو سخت تورونه لګولي دي، خو د پي ټي اېم مشر منظور پشتين تېره شپه ويلي په دوي د پېسو اخيستو ثبوتونه دې مخې ته راوړی شي.

په پوځي مرکز کې خبري غونډې ته په وېنا کې نوموړي وويل پوځ د پي ټي اېم نه غوښتنې لري چې دوي ته فنډ (پېسې) د چرته نه راغلي، د دوي سره څومره پېسې دي او هغه د چرته نه راځي.

هغه وويل، "د افغانستان استخباراتي ادارې (اېن ډي اېس) په ۲۲ مارچ ۲۰۱۸م باندې دوي ته د احتجاج روان نساتلو دپاره څومره پېسې ورکړې وې او چرته یې ورکړې وې او هغه چرته دي؟".

"په اسلام اباد کې د احتجاج په مهال دوي ته د هند استخباراتي ادارې (را) څومره پېسې ورکړي؟ په کومه طريقه دوي ته رسېدلي او چرته يې کارولي دي؟".

هغه وويل "په اتم اپرېل ۲۰۱۸م کې چې په کندهار کې د هند کونسلګري ده په هغې کې د منظور پشتين کوم خپلوان هلته تلی ؤ هلته هغوي ته څومره پېسې ورکړی شوي او څنګه پاکستان ته راغلې وې".

هغه زياته کړه "په اتمه مې ۲۰۱۸م باندې چې په جلال اباد کې د هند کونسلګري ده په تورخم کې د احتجاج دپاره هغې څومره پېسې ورکړي او هغه پېسې چرته دي؟".

جنرال غفور پوښتنه وکړه، "د ژوندون ټي وي محمد اسماعيل يون د پي ټي اېم سره څه اړيکې دي هغه دې هم ښکاره کړي؟. او په مې ۲۰۱۸ م کې هندي سفارتکارو څومره ډالرې ورکړي دي؟ په هونډې د دوبۍ او افغانستان نه څومره پېسې راغلي؟، حاجي مير افغان صافي په کابل کې او نصيرځدران په دوبۍ کې د دې دواړو ستاسو څه اړيکې دي؟".

هغه وويل "په ۳۱ مارچ ۲۰۱۹م د ارمان لوڼي د څلوېښتمې او جلسې دپاره اېن ډي اېس تاسو ته څومره پېسې درکړي تاسو ته څنګه رارسېدلي او څنګه تاسو کارولي دي".

نوموړي د پي ټي اېم نعره ياده کړه چې "د لر او بر نعره څنګه لګي؟ مشال خان ټکر د کېنېډا کابل ته د څه دپاره راغلی دی؟ د پي ټي اېم او بلوڅ بېلتون خوښو سره د هغه څه تعلق دی".

هغه د اېس پي طاهر د جسد د افغانستان نه د راوړ يادګېرنه هم وکړه او وې ويل، "اېس پي طاهر داوړ په افغانستان کې وژل کيږي د پاکستان حکومت د افغانستان سره خبرې کولې دوي په کوم حيثيت کې د هغه جسد غوښتو. او د پوځ په ملاتړ کې وېنا کوونکي وژل کيږي ولې وژل کیږي؟".

هغه وويل د تحریک طالبان پاکستان امير مفتي نور ولي، هغه پي ټي اېم او ټي ټي اېم يو ګڼي ټي ټي پي ستاسو په حق کې بيان ولې ورکوي.

بيا دوي (د پي ټي اېم مشران) د پاکستان نه بهر ځي او د هر هغه سړي سره ليده کاته کوي چې د پاکستان د پوځ پرضد خبرې کوي، په لورالايي کې د ارمان لوڼي د وژنې پېښه رامنځته شوه نو د هغې تور په پوليس او پوځ ولګول شو.

"او په پوسټ مارټم رپوټ کې راغلي چې هغه د زړه ناروغه ؤ د زړه د دورې نه مړ شوی دی".

د پوځ وياند زياته کړه "د ارمان لوڼي په وژنه د افغانستان صدر بيان ورکوي د هغه په بيان تاسو (پي ټي اېم) مننه کوئ خو چې وزيراعظم د روغې جوړې بيان ورکوي تاسو يې مخالفت کوئ تاسو د رياست پاکستان برخه يئ کنه د افغانستان؟.

"د ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د دوي په غوښتنو کار کيږي، د پوځ سره د کومې بدلې خبره کوئ، د رياست سره څوک جګړه نه شي کولی اوکه د پوځ مشر په وړومبۍ د دوي سره په مينې د خبرې نه ويلی نو د دوي ځواب کوم ګران کار نه دی".

د پوځ وياند وويل، "دا چې دوي د خلکو په لاسو کې لوبيږي د دوي وخت ختم او اوس به د دوي سره قانوني چلند کولی شي چې څومره ازادي دوي اخیستله هغه يې واخيسته".

هغه وويل "دوي دې هغه فهرست هم راکړي چې په افغانستان کې د ټي ټي پي څومره خلک دي د هغو او چې د بې درکه کسانو حساب وشي".

هغه په پښتو ژبه کې په خبرو کې وويل، "که پاکستان اباد وي نو مونږ ټول پشمول د پښتنو به پکې اباد يو، تاسو ته پته ده چې څه خلک تاسو د پوځ اوادارو خلاف کول غواړي زه ويل غواړم چې مملکت پاکستان ته ستاسو د قربانو احساس شته او ستاسو مسلې به حل کوي".

هغه وويل "پوځ ستاسو نه هم هيله لري چې تاسو به د دي په خبرو کې نه راځئ".

په پي ټي اېم د بهر نه د پېسو تور د پاکستان وزیراعظم عمران خان پينځه ورځې د جنوبي وزيرستان په واڼه کې جلسې ته په وېنا کې لګولی ؤ او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نوم اخيستو پرته يې ويلي ؤ، دلته خلک دي، ځوانان اړي ګړي ته راپاروي او تور يې ولګوؤ ځينې مشرانو ته يې د بهر نه پېسې مېلاويږي.

دغه بيان ته د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داړو ويلي ؤ، چې په نړيواله کچه دې یو ازاد کمېشن جوړ شي، چې دوي ته د کوم ځای څخه پېسې راغلي او پي ټي اېم ته د کوم ځای نه پېسې راځي هر څه به په ډاګه شي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين تېره شپه ويلي د پاکستان سره ډېرې خفيه ادارې دي هغه دې د دوي د پېسو اخيستو ثبوتونه دې مخې ته راوړي.

جنرال اصف غفور وويل د پي ټي اېم په اوله کې درې غوښتنې وې "په اوله کې د دوي درې غوښتنې وې، چې ماينونه دې پاک کړی شي او په هغې کار پېل کړی شوی او ۴۸ ټيمونو نزدې ۴۵ فيصده علاقه پاکه کړې ده او په دې وخت عملیاتو کې ۱۰۱ د پوځ ځوانان وژل شوي دي".

"د دوي دوېمه غوښتنه د چيک پوسټونه وه، د ترهګرو پرضدعملياتو کې د شپږ زور نه زيات سرتيري وژل شوي وو او په هغو کې د ټول پاکستان سرتيري و هغه د خپلې کورنۍ د ساتنې دپاره نه ؤ ولاړ، دا وخت چرته ؤ چې کله د هغوي سرونه غوڅول کېده او فټ بالونه پرې کېدل هغه وخت محسن داوړ، علي وزير او محسن داوړ چرته ؤ".

"د دوي درېمه غوښتنه د بې درکه خلکو وه، دوي د اووه زرو يا اته زرو خلکو فهرست راوړو په هغې ډېر کار شوی دی او په دې باندې قانوني کمېشن کار هم کوي او دا شمېرې اوس ۲۵۰۰ دي چې حل شوي نه دي".

د پوځ وياند له دې وړاندې هم ويلي د پي ټي اېم غوښتنې منلې شوي خو پي ټي اېم وايي يوه غوښتنه يې نه ده منل شوې.

پي ټي اېم تېر کال د فرورۍ په مياشت کې د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته په احتجاجي پرلت کې پينځه غوښتنې لرلې،

١ ـ د نقيب الله مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړې شي.

٢ ـ د عدالتونو د فیصلو بغیر دې ادارې قتلونه کول بند کړي.

٣ ـ بې درکه کړې شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړې شي.

۴ـ په فاټا کې دې د بدو پېښو د کیدلو څخه ورستو کرفیو (ګرځ بندیز) نه لګول کیږي.

٥ ـ په قبايلي سیمو (پخوانۍ فاټا) کې دې ځمکني ماینونه (ښخ کړي بمونه) صفا کړې شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG