لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په خېبرپښتونخوا کې درې عسکر او ۱۹ وسله وال وژل شوي دي


څېړونکي د خېبرپښتونخوا په جنوبي سیمو کې د امن او امان صورتحال کړکېچن بلي
څېړونکي د خېبرپښتونخوا په جنوبي سیمو کې د امن او امان صورتحال کړکېچن بلي

د پاکستان پوځ ویلي د خېبرپښتونخو په دریو مختلفو علاقو کې د امنیتي خواکونو او د وسله والو په جګړه کې درې عسکر او ۱۹ ‎وسله وال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه وویل د پېښور ضلعې په متنو سیمه کې يې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د وسله والو خلاف عملیاتو کې اته مشکوک وسله وال ووژل.

ايي اېس پي ار وویل د مومندو ضلعې په بایزۍ سیمه کې په بل اپرېشن کې يې اته نور وسله والو د ډزو په تبادله کې ووژل.

د پوځ په قول دریم اپرېشن په کرک ضلعه کې وشو چې په کې درې نور خوارېچ او درې عسکر په یو بل د ډزو په تبادله کې ووژل شوو.

د پاکستان پوځ د خوارېجو اصطلاح په عمومي توګه د کالعدم تحریک طالبان پاکستان ټې ټي پي د وسله والو دپاره استعمالوي او وخت په وخت يې په ضد د عملیاتو او د وسله والو د وژلو خبرونه ورکوي.

په وروستي وختونو کې ټي ټي پي هم په خېبرپښتونخوا او په خصوصي توګه د صوبې په جنوبي ضلعو کې د ځینو حملو ذمه واري منلې ده.

د مطبوعاتو دپاره په ازاده توګه د پوځ او د وسله والو د عوو تصدیق ممکن نه وي.

څېړونکي د خېبرپښتونخوا په جنوبي سیمو کې د امن او امان صورتحال کړکېچن بلي.

د ايي اېس پي ار د بیان نه مخکې د خېبر پښتونخوا په ټانک، لکي مروت، او ډېره اسماعیل خان ضلعو کې په درېو بیلا بیلو پېښو کې د ماشومانو او ښځې په ګډون لږ تر لږه د شپږو کسانو د وژل کېدو او د نورو شپږو کسانو د زخمي کېدو رپورټونه مخې ته راغلي وو.

ټانک

deewa
deewa

ټانک کې دوه وروڼه په هدفي برید کې وژل شوي دي.

د ټانک ضلعې پولیس وايي د ښار سره جوختې ګرا بډه سړک په سیمه کې نامعلومو وسله‌والو دوه وروڼه، قاري اسحاق او مفتي ادریس، په ډزو وژلي دي. دواړه د سیمې دیني عالمان وو او خلکو کې یې ځانګړې درناوی درلود.

د ځايي خلکو په وینا، بریدکونکي له پېښې وروسته په تېښته بریالي شوي او په دې پېښه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

پولیس وايي د پېښې ځای څخه شواهد، پلټنې او عمليات پيل کړل شوي، خو تر اوسه د هیڅ کوم بریدګر نيولو نه دي ويل شوي.

لکي مروت

لکي مروت کې د بینک په ګاډي برید شوی دی.

د لکي مروت په منجیوالا سړک د یو شخصي بېنک په ګاډي برید شوی، په نتیجه کې یې د شخصي امنیتي کمپنۍ یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

پولیس وايي ژوبل ساتونکی په فوري توګه د لکي مروت ضلعې مرکزي ته انتقال شوی، خو د هغوی روغتیایي حالت مرګونی دی، او تر اوسه د بیان ورکولو توان نه لري.

پولیسو ویلي تراوسه مالومه نه ده چې دا پېښه د لوټ مار هڅه وه که بل کوم هدف یې درلود.

ډېره اسماعيل خان

ډېره اسماعیل خان کې د مسافر په بس ډزو کې د زنانو او دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

پولیس وايي د ډېره اسماعیل خان او ږوب ترمینځ د درابڼ تحصیل په ګنډي عاشق سیمه کې تېره شپه د لوټ مار په یوه پېښه کې وسله‌والو د مسافرو په یو بس ډزې کړي، چې په نتیجه کې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي، او دوه نور مسافر پکې ژوبل شوي دي.

پولیسو ویلي، د ډاکوانو د شپې په دې پېښه کې څو موټرې لوټلي، او د مسافرو د مزاحمت په جواب کې یې ډزې کړې دي.


Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG