د بلوچستان د دوکۍ په چمالنگ سیمه کې د کوئلې په درنگ کې درې کارکونکي مړه شوې دي.
د دوکۍ د پوليسو د تهانيدار غلام علي په وينا د کان د نړيدو له کبله په کان کې کاروکونکي درې کسان بند شوي وو او د اکسيجن ګيس د نيشت والي او د زهر جن ګيس ميتهين د زياتوالي له کبله خواري کښو ژوند دلاسه ورکړو.
دغه پېښه د زیارت، پنجشنبې، پر سهار رامنځته شوه.
د دوکۍ د پوليس تهانې هيډ محرر بلوڅ خان وي او ای ډیوه ته وويل چي د مړه شويو کسانو تعلق له افغانستان سره دی.
بلوچ خان زياته کړه چي مړه شوي کارکونکي په زرګونه فټه لاندي د سکرو په کان کې کار کاوه چي ناببره دا پيښه رامنځته شوه او کارکونکو خپل ژوند له لاسه ورکړو.
پوليس وويل تر اوسه د یو خواري کښ جسد راویستل شوی دی.
د ځاي خبريال الله نور ناصر په وينا چي د داسي پيښو معلومات ډير کم تر لاسه کيږي ځکه په داسې قسمه پيښو کې د وژل شویو او ژوبل شويو کسانو صحيح شمير نه معلوميږي. ناصر زياته کړه دلته د افغانستان او خيبر پښتونخوا خواريکش زيات دي کله چي يو پيشه را منځ ته شي نو د خواريکشو مړي خپلوعلاقو ته په پټه خوله يوړل شي څوک احتجاج کوي نه بله کومه غوښتنه کوي.
د پاکستان د ماينونو د اتحاديي رپورټ وايي د سکرو په کانونو کې هر کال له ١٠٠ څخه تر ٢٠٠ پورې پيښې رامنځ ته کېږي چي په لسګونه خواريکش پکي مري او ژوبل شي.
د بلوچستان د مائينز اينډ منرلز محکمې د شمېرو ترمخه د بلوچستان د سکرو په ۲۵۰۰ کانونو کې نزدې ۲۰ زره خواريکښ کار کوي.