لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بهټو: د امریکې خارجه وزیر سره مې د تعاون په زیاتولو خبرې وکړې


د پاکستان د خارجه وزارت په يو ټويټ کې ویلي چې وزير خارجه بلاول بهټو ته د امريکا د وزير خارجه سيکرټري بلېنکن ټيليفون راغلی و او د دوه اړخيزو چارو چې 75 کاله يې وشول په نورو ژورولو خبرې وشوې
د پاکستان د خارجه وزارت په يو ټويټ کې ویلي چې وزير خارجه بلاول بهټو ته د امريکا د وزير خارجه سيکرټري بلېنکن ټيليفون راغلی و او د دوه اړخيزو چارو چې 75 کاله يې وشول په نورو ژورولو خبرې وشوې

د پاکستان خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ويلي چې د امريکا د خارجه چارو وزير اېنټي بلېنکن سره يې د ټيليفون د لارې د پاکستان او امريکا په دوه اړخيزو اړيکو او په راتلونکي کې د تعاون په نور زياتولو خبرې کړي دي.

په خپل ټوېټر بلاول بهټو ليکلي “د سيکرټري بلېنکن سره مې خبرې وشوې. مونږ دواړو دا خواهش څرګند کړلو چې څنګه خپلې دوه اړخيزه اړیکې نورې هم مظبوطې کړو چې تجارت، توانايي ، صحت او د امنيت څانګو ته یې وغځوو. دا د دوه اړخيزه تعلقاتو 75 کال هم دی. مونږ ته ضرور د خلکو تر منځ او د کاروباريانو تر منځ رابطې زياتول پکار دي”.


د پاکستان د خارجه وزارت په يو ټويټ کې ویلي چې وزير خارجه بلاول بهټو ته د امريکا د وزير خارجه سيکرټري بلېنکن ټيليفون راغلی و او د دوه اړخيزو چارو چې 75 کاله يې وشول په نورو ژورولو خبرې وشوې.


ټویټ زیاتوي چې د دواړو خواو د لوړ پوړو چارواکو پرله پسې تګ راتګ ته سترګې په لار يو او په ټويټ کې دا هم ويل شوي بلاول بهټو د بلېنکن نه د پاکستانيانو لپاره د وېزې د ورکولو طریقې د اسانولو غوښتنه کړې.

د امريکا او پاکستان تعلقات د څېړونکو په خيال تر ډېره حده د پاکستان په افغان په وړاندې د دوي په پاليسۍ خراب شوي او دا تعلق د امريکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې نور هم کم شو.

ډانلډ ټرمپ په خپل ټوېټر ليکلي وو چې پاکستان د امريکا نه په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف په شريک جنګ کې 33 بيلين ډالر واخېستل خو په بدل کې يې زمونږ سره ټګي وکړه او امریکا ته دروغ وويل.

د پاکستان د پوځ د هغه وخت وياند دا تور رد کړ و او ويلي يې وو چې پاکستان د ترهګرۍ په جنګ کې د ټولو نه ډېره مالي او ځاني قرباني ورکړې ده.

د پاکستان پخوانی وزير اعظم عمران خان هم تور لګوي چې امريکا د هغه د واکه د لرې کولو په سازش کې ککړه ده خو امريکا دغه خبره ردوي او وايي د پاکستان په کورنۍ چارو کې ګوتې نه وهي.

د پاکستان نيشنل سيکيورټي کونسل هم د عمران خان دا دعوې رد کړې او ويلي يې دي چې امريکا د حکومت په بدلولو کې هيڅ سازش نه دی کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG