لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماحولیاتي بدلون پاکستان لپاره د تباهۍ سبب جوړیدی شي: رپورټ


 پاکستان کې سيلابونو 20 ملینه خلک زیانمن کړي دي
پاکستان کې سيلابونو 20 ملینه خلک زیانمن کړي دي

ایشیایي ترقیاتي بنک په خپل یو تازه رپورټ کې خبرداری ورکړی که پاکستان د ماحولیاتي بدلون مخنیوي لپاره په وخت ګامونه پورته نه کړل نو په راتلونکي څو کلونو کې د نورې تباهۍ سبب جوړیدی شي.

د ایشیايي ترقیاتي بنک دغه رپورټ کې د پاکستان په شمول بنګله دیش، میانمر، ویتنام او فلپاېن په شمول د نړۍ لس هیوادونه په راتلونکي کې د ماحولیاتي بدلون د لاسه د سختو موسمي بدلونونو د خطر سره مخ کیدی شي.

په رپورټ کې خبردارې ورکړی شوی که چرې دغه حکومتونو په وخت سم ګامونه پورته نه کړل نو هیوادونه يې د وچکالۍ، سیلابونو او موسمي بدلونونو د بدو اثراتو سره مخ کیدی شي.

پاکستان کې د موسمیاتو د محکمې پخوانی مشر ډاکټر قمر زمان د دغه رپورټ په اړه وی او ای ډیوه ته وايي دغه اندیښنې په ځاې دي او زیاتوي په تیرو لسو کالو کې موسمي بدلون پاکستان ته سخت زیان رسولی.

ډاکټر قمرزمان زیاتوي ٫٫ ماحولیاتي بدلون نه یواځې د اوبو زیرمې اغیزمنې کوي، خوراکي کمی، توانايي او د ژوند نور ډیر اړخونه متاثر کوي. وچکالي (قحط) پشکالي بارانونو وروستو سیلابونه دا ټول د ماحولیاتي بدلون بد اثرات دي چې په تیرو څو کلونو کې يې لوې زیان اړولی.٬٬

ښاغلی قمرزمان وايي پاکستان که څه هم د ماحولیاتي بدلون خپله یوه تګلاره جوړه کړی خو حکومت سنجیده هڅې نه کوي او هیواد په راتلونکې کې د نورې تباهۍ سره مخ کیدی شي.

د ایشیايي ترقیاتي بنک په رپورټ د څیړونکو نظر د رابعه پیر نه په لاندیني لنک اوریدی شۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG