لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان واکمن تحريک انصاف گوند واقعي اتلسم ترميم ختمول غواړي؟


د يو شمېر سياسي گوندونو او د بشري حقونو د ادارې هيومن رايټس کمېشن اف پاکستان لخوا د ملک د ايين نه د اتلسم ترميم د بيرته اخیستلو د بيانونو په سر د عمران خان حکومت د سخت تنقيد سره مخ دی.

څېړنکاران وايي د اتلسم ترميم خلاف د عمران خان او د هغه د حکومت د نورو چارواکو تازه بيانونه دا ښيي چې د ياد ترميم د ايين نه د لېرې کولو پلان د عمران خان خپل نه بلکې د نورو قوتونو دی چې دغه ترميم يې تر اوسه لار نيولې ده. په اتلسم ترميم باندې د اوسني پوځي مشر جنرل باجوه لانجمن بيان د چا نه پټ نه دی.

په ملک کې د اسلامي صدارتي نظام لپاره د عمران خان خواهش ته هم د شک په نظر کتل کيږي ځکه چې د مبصرينو په وينا دغه غوښتنه بيا د پوځي حکمرانانو د پاره لاره پرانستلی شي او په اسانه په اقتدار قبضه کولی شي. د دوی په نظر صدر جنرل ايوب خان او جنرل ضيا الحق يې ښکاره مثالونه دي.

مخالف گوندونه او د بشري حقونو تنظيم ولې د حکومت مخالفت کوي؟

د پاکستان پيپلز گوند او عوامي نيشنل گوند په گډون د ملک يو شمېر سياسي گوندونو د حکومت په نيت شکونه څرگند کړي او ځينو گوندونو د اتلسم ترميم د ختمولو خلاف د تحريک چلولو دړکې هم ورکړي دي.

د پيپلز گوند چيرمين بلاول بهټو زرداري د روان کال په جنورۍ کې ميډيا ته ويلي وو چې يو غټ پلان روان دی او په گوند يې سخت فشار اچول کيږي چې د اتلسم ترميم د دفاع نه په شا شي.

"که ټول گوند راله په جيل کې واچوي خو مونږ به د اتلسم ترميم نه په شا نه شو".

د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان تېره اونۍ په صوابۍ کې يوې غونډې ته وويل که چېرې اتلسم ترميم وچيړل شو نو گوند به يې سخت غبرگون وښيي او د حکومت خلاف به تحريک پيل کړي.

د اسفنديار ولي زوي ايمل ولي خان د گوند د صوبايي صدر جوړېدلو وروسته وويل

"که چېرې اتلسم ترميم وچېړل شو نو د اسلام اباد په ځای به پرلت په اټک ووهو".

د سياسي گوندونو سره سره، تېره ورځ د بشري حقونو تنظيم هيومن رايټس کمېشن اف پاکستان په خپل يو تازه رپورټ کې هم په ايين کې د بدلون په خبرو انديښنه وښودله. کمېشن وايي: «زمونږ اندېښنه دا ده چې رياست داسې گامونه پورته کول غواړي چې د اشتراکي جمهوريت په اډاڼه کې بدلون راولي او رياست بيرته د اکثريتي ډلې تابع کړي.»

کمېشن زياته کړه داسې هر گام چې د فيډريشن د اکايانو د حقونو او گټو خلاف وي به د ملک يووالی په خطر کې واچوي.

اتلسم ترميم څوک بې اختياره کړي؟

د اتلسم ترميم لاندې صوبو ته په وړومبي ځل دا احساس شوی چې په خپلو وسايلو يې اييني اختيار موندلی دی. د نيشنل فینانس کمېشن ايوارډ لاندې په اول ځل د صوبو برخه زياته کړل شوې او يو شمېر محکمې چې د ترميم نه وړاندې د مرکز سره وې، هغه صوبو ته سپارل شوي. وزير اعظم عمران خان وايي د دې اېوارډ په وجه مرکز په مالي لحاظ دېواليه شوی دی.

د اتلسم ترميم تر ټولو مهمه نقطه د پاکستان په ايين کې د پوځي امر جنرل ضيا الحق لخوا ورگډ کړل شوی اتم ترميم لرې کول وو چې د هغې د ارټيکل ٥٨-٢ (بي) لاندې د ملک صدر ته دا اختيار و چې په خپل حکم د ملک پارلمان مات کړي او حکومت کور ته وليږي.

د ارټيکل ٥٨-٢ (بي) اختيار لاندې پينځه جمهوري حکومتونه د اختيار نه لېرې کړل شول چې پيل يې د محمد خان جونيجو د حکومت نه شوی و او پايله يې د نواز شريف په حکومت وشوه. د بېنظير بهټو حکومت دوه ځله د دې ارټيکل ښکار شو او دغه شان د نواز شريف حکومت هم دوه ځله د اقتدار نه لېرې کړل شوی و.

د نواز شريف حکومت د اکثريت په بنياد د ١٣م ترميم په بنياد اتم ترميم ختم کړو خو د پوځي کودتا نه وروسته جنرل مشرف د ايين نه ديارلسم ترميم ختم کړو او د ١٧م ترميم په نوم يې نه يواځې خپل ټول غير اييني اقدامات قانوني او اييني وگرځول بلکې د ٥٨-٢ (بي) اختيارات يې بيا بحال کړل.

په کال ٢٠١٠م کې د پيپلز پارټۍ حکومت د ټولو پارلماني گوندونو په مرسته په ايين کې اتلسم ترميم راوړلو چې د پارلمان او د حکومت د ماتولو اختيار د صدر په ځای پارلمان ته ورکړل شو او د دې ترميم په وجه د غير اييني اختيار اخیستلو لاره بنده کړل شوه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG