لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کروناوایرس: پاکستان د واقعاتو په شرحه کې د تېزۍ له اړخه څلورم هېواد شو


ّکراچي، پاکستان (جون ۱۶مه)
ّکراچي، پاکستان (جون ۱۶مه)

پاکستان د نړۍ د هغه څلورو هیوادونو په نوملړ کې شامل شوی دی چی په کې د کرونا د رنځورانو او مړو په شرح کې په تیزۍ سره زیاتوالی لیدل کیږي.

په تېر یو شواروز کی هم ۱۱۹ کسان د دغه وایرس له امله مړه شوي. د مړو شمیره ۳۵۰۰ څخه زیاته شوې او د رنځورانو شمیره یو لک و اتیا زره ته نزدې ده.

په همدې حال کې د حکومتي شمېرو ترمخه، یوازې په خېبرپښتونخوا کې د کروناوايرس د رنځورانو شمېر د ۲۱،۹۹۷ نه اوښتې دې او د اتوار/یکشنبې ورځ هم د ياد رنځ نه ۵۵۳ کسان اغېزمن شول.

د دوی د وينا ترمخه، د اتوار په ورځ د ياد رنځ نه ۱۳ نور تنان په ټوله صوبه کې مړه شوي دي او د صوبې په کچه د دې وایرس له وجهې د ټولو مړه شوؤ شمېر ۸۲۱ ته رسيدلی دی.

د اطلاعاتو په برخه کې د خېبرپښتونخوا د وزيراعلي مشاور، اجمل وزير خبريالانو ته ويلي دي حکومت به سمارټ لاک ډاؤن ښارونو نه کليوالو سيمو او کوڅو ته هم غځول غواړي چې د دې وبا مخه ونیول شي.

د مرکزي حکومت له اړخه څو ورځې وړاندې يوه اعلاميه جاري شوه په کومه کې چې د افغانستان نه د تورخم، چمن، غلام خان او نورو پولو د لارو اېمپورټ ته اجازه څه کم او زيات څلور مياشتې پس ملاؤ شوله.

د تورخم سرحدي دروازې چارواکو ويلي دي هره ورځ افغانستان نه د تورخم د لارې ۲۵۰ پورې ډک ګاډي پاکستان ته رادخلېږي.

وفاقي وزیر اسد عمر وایي چې د نیشنل کمانډ اینډ آپریشن سنټر له اړخه د هیواد په شلو ښارونو کي ۹۲ ځایونه د کروناوایرس هاټ سپاټونه ګرځولی شوي چې د هیواد د ټولې آبادۍ ۳ فیصده برخه جوړیږي او په دغه ځایونو کې د کرونا د مریضانو ۴۰ فیصده اوسي.

په پاکستان کې د کروناوایرس د تصدیق شویو رنځورانو څلوېښت فیصده په دغه هاټ سپاټونو کې اوسیږي او دغه سیمې د ټول هېواد د آبادۍ یوازې درې فیصده دي.

دغه رنګه د دغه درې فیصده آبادۍ د لاک ډاون کولو یا ورباندې د ټولبندیز لګولو سره مرض د نورو خپرېدو څخه ګرځول کیدلی شي.

حکومت د نوې تګلارې د مخه، هغو ځایونو ته هاټ سپاټ ویل کیږي چېرته چې د کروناوایرس د بیمارانو شمېره ډېره زیاته وي. بل پلو ته د صحت په برخه کې د وزیراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مېرزا ویلي چې احتیاط، د کرونا څخه د بچ کېدو یوازېنۍ لاره ده.

دوی زیاته کړې چې د کرونا څخه مړه کېدونکي ۷۲ فیصده خلکو عمرونه د پنځوسو کلونو څخه زیات دي، او د ۷۰ څخه تر ۷۵ پورې هغه کسان ورنه مړه شوي چې له وړاندې نه د څه بل مرض ښکار و.

دوی یو ځل بیا په ولس باندې غږ کړی دی چې د کروناوایرس نه د بچ کېدو دپاره دې ماسکونه استعمال کړي.

په پاکستان کې د جون میاشت د کروناوایرس په اړه ډېره خطرناکه ګرځول شوې او په شلو ورځو کې د یو لک و پنځه زره څخه زیات د کرونا بیماران رېجسټر شوي او په دغه میاشت کې د نولس سوه څخه زیات کسان مړه شوي دي.

وفاقي وزیر اسد عمر په تېرو ورځو کې ویلي و چې د جولائي تر پایه د کرونا وایرس د بیمارانو شمېره د لس لکو څخه تر دوولس لکو پورې رسېدلی شي.

بل پلو ته د طبي پوهانو وینا ده چې که چېرته احتیاط ونشي، او د حکومت له اړخه د علاج دپاره هسپتالونو کې طبي پوهانو او ډاکټرانو ته آسانتیاوې ورنکړل شي، نو د ځمکني حقیقتونو ترمخه، د بیمارانو شمېره، د اسد عمر له اړخه ښودل شوي د دغه شمېرې څخه څو چنده نوره زیاتېدی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG