لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي د کرونا وایرس وېکسین ازموینې یې شروع کړي


د می په میاشت کې د پاکستان د صحت مشیر ډاکټر ظفر مرزا اعلان کړی و چې په اینده څو هفتو کې به یې هېواد د کرونا وایرس د علاج دپاره دوا رېمېډېسور تیارول او صادرول شروع کړي
د می په میاشت کې د پاکستان د صحت مشیر ډاکټر ظفر مرزا اعلان کړی و چې په اینده څو هفتو کې به یې هېواد د کرونا وایرس د علاج دپاره دوا رېمېډېسور تیارول او صادرول شروع کړي

پاکستان د کرونا واېروس وېکسين په انسانانو د ازموينې منظوري ورکړې ده او د چین دوه کمپنيانې د پاکستان د حکومت سره په ګډه ددغه وېکسين په جوړولو کار کوي.

د وفاقي حکومت د صحت ادارې نېشنل انسټیټیوټ اف هېلت ویلي کرونا وایرس نه د محفوظ پاتې کېدو دپاره دا به په پاکستان کي د وېکسین لومړۍ کلينيکي ازموينه وي او ددې په تېارۍ کې د چین دوه کمپنيانې کېن سينو باېولوجکس او بيجنګ انستیتوت اف باېو ټېکنالوجي شامل دي.

د کراچۍ د ډاو Dow يونيورسټۍ د صحى ساېنسس پرنسپل ډاکټر شوکت علي وى او اې ډيوه ته وویل د وېکسين د درېمې مرحلې په ازموينه کې دا په ګڼ شمېر رضاکارانو ازماېل کېږى او په دې پړاو کې ددغه وېکسنو کره والې کتل کیږي يعني دا کتل کېږي چې دوا څومره موثره ده.

د می په میاشت کې د پاکستان د صحت مشیر ډاکټر ظفر مرزا اعلان کړی و چې په اینده څو هفتو کې به یې هېواد د کرونا وایرس د علاج دپاره دوا رېمېډېسور تیارول او صادرول شروع کړي.

ډاکټر ظفر مرزا په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل د کرونا وایرس دوا به پاکستانۍ کمپنۍ فېروز سنز لېبارټریز لمیټېډ د امریکې ګېلیډ نومې کمپنۍ سره په مشترکه توګه تیاروي.

ډاکټر ظفر مرزا وویل پاکستان به په ههغه دریو ملکونو کې یو وي چې کرونا وایرس دوا به جوړوي نو بهر به یې لیږي.

خو د ډاکټر ظفر مرزا د اعلان وروسته د فېروز سنز کمپنۍ مشر عثمان خالد د برنس ریکاډر نومې ورځپاڼې ته وویل حکومت ورسره د دوا د جوړوولو په مد کې مرسته نه کوي.

د فېروز سنز مشرعثمان خالد وحيد بزنس رېکارډر نومې مجلې سره په مرکه کې ويلي، د دغې دوايۍ په جوړولو يا بهر ملکونو ته په برامد کولو کې ورسره حکومت مرستې نه کوي. د واکمن تحریک انصاف ګوند د روغتیا پارلیماني سیکرټره نوشین حامد وي او اې ډیوه ته وویل: "دا یوه ډېره حساسه معامله ده، له اړوندو حکومتي چارواکو نه تر معلوماتو اخیستلو وروسته به په دې اړه څه وویلای شم".

ګېليډ د رېمډېس وېر نومې دارو جوړولو لایسنس او ټېکنالوجي د پاکستان او هند سره سره د نړۍ پينځو کمپنيو ته ورکړې چې زر تر زره په غريبو هېوادونو کې په کرونا وبا اخته ناروغانو ته دغه دارو ورسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG