لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د تعلیمي ادارو بیا پرانیسته - د تعلیم وزیر وایي بې امتحانه به څوک نوي جماعت ته نه ځي


د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود یو ځل بیا ویلي چې په تعلیمي ادارو کې به څوک هم بغیر د امتحانه، نوي جماعت ته نه لېږل کیږي. دوی دا خبره په داسې حال کې کړې چې په هېواد کې د کرونا وایرس د خورېدو له سببه، تړل شوې تعلیمي ادارې، یو ځل بیا پرانېستل شوي دي.

شفقت محمود ویلي، هڅې به کوي داسې حالات مخې ته رانشي چې تعلیمي ادارې بېرته وتړل شي. هغه زیاته کړې: «وېکسینونه لګول شوي، استاذان به د وېکسین بغیر نه پرېښودل کیږي. امتحان اخیستونکي، ورته سبق ویونکي، او نوره عمله، ټولو ته وېکسین لګول شوی دی.»

د سند اعلی وزیر، مراد علي شاه هم په صوبه کې د نهم او د دې څخه لوړ جماعتونو تعلیمي عمل شروع کولو اعلان کړی دی.

حکومت، تر دې نه وړاندې، د لسم جولائي نه پس د نهم، لسم، یوولسم او دوولسم جماعتونو د امتحانونو اخیستو اعلان کړی و. د کېمبرېج سیسټم له اړخه هم، د او لېولز امتحانونه د جولائي د شپږويشتمې (۲۶) نېټې څخه د شروع کېدو اعلان شوی و،

بل پلو ته څه داسې رپوټونه هم مخې ته راغلي دي چې وفاقي حکومت، په سرکاري سکولونو کې ښکته جماعتونو کې زده کوونکي بغیر د امتحانه، نوي جماعت ته لېږي. حکومت دعوې لري چې په هېواد کې د کرونا مرض د نویو کېسونو شرحه له څلور فیصدو څخه راټیټه شوې ده.

د کرونا د څار ادارې – نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر – د شمېرو تر مخه، په تېرې یوه شپه و ورځ کې، په ټول پاکستان کې د کرونا وبا له امله دري اتیا (۸۳) کسان مړه شوي او په دې وایرس باندې د مړه شویو کسانو مجموعي شمېره، یوویشت زره (۲۱۰۰۰) نه زیاته شوې ده.

په هېواد کې د دغه وایرس څخه د رنځورانو مجموعي شمېره، نهه لکه دېرش زره نه زیاته ده، خو دا هغه شمېرې دي چې حکومت له هسپتالونو نه راغونډې کړي دي. د طبي پوهانو له مخه، په هېواد کې د کرونا د رنځورانو شمېره د سرکاري شمېرو څو چنده کیدی شي، ولې چې په لېرې پرتو سیو نه خو خلک د کرونا ټېسټونه کوي او نه خپل مړي په هسپتالونو کې رېجسټر کوي.

بل پلو ته د مخالفو ګوندونو له اړخه د حکومت د وېکسین په عمل هم سختې نیوکې روانې دي او د مسلم لیګ ن ډلې مشر، شهباز شریف، د یو ټویټ د لارې ویلي چې حکومت تر اوسه د آباتۍ یو فیصد ته هم وېکسین ندی لګولی.

د پاکستان د کرونا څار ادارې – اېن سي او سي – ترمخه، د جون تر شپږمې نیټې پورې څلوېښت لکه څلور پنځوس زره نه زیات کسانو ته د کرونا وېکسین یو خوراک/ډوز، او دروېشت لکه لس زره څخه زیاتو کسانو ته د دې وېکسین دوه خوراکونه/ډوزونه ورکول شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG