لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین وايي کرونا وايرس له کبله په ماشومانو د جنسي تېريو خطر زیات شوی


ه صوبه کې د ماشومانو لپاره خصوصي عدالتونه هم جوړ شوي دي خو په ضلعو کې د ماشومانو د حقونو لپاره جوړې کمېټۍ د فنډ د نيشتوالي له کبله ختمې شوې دي، دغه کمېټو به د ماشومانو د تحفظ او د تشدد د کمي لپاره خپل کردار ادا کولو چې اوس نیشته
ه صوبه کې د ماشومانو لپاره خصوصي عدالتونه هم جوړ شوي دي خو په ضلعو کې د ماشومانو د حقونو لپاره جوړې کمېټۍ د فنډ د نيشتوالي له کبله ختمې شوې دي، دغه کمېټو به د ماشومانو د تحفظ او د تشدد د کمي لپاره خپل کردار ادا کولو چې اوس نیشته

په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي د وبا وروسته په کم عمره ماشومانو د جنسي تېریو، تشدد او په ماشومانو کې د ذهني ناروغيو خطرې زياتې شوې دي.

د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر وايي چې په موجوده حالاتو کې بيا دغه ماشومان په اسانۍ سره د تشدد ښکار کېدلی شي او په خصوصي توګه چې کوم ماشومان د غريبو کورنيو سره تعلق ساتي، هغه که ښوونځيو ته ځي يا نه، اوس چې ښوونځي بند دي نو دغه ماشومانو ته دا خطر لا زيات شوی دی.

نوموړی زياتوي چې د غريبو کورنيو ماشومان به ښوونځيو ته تلل، اوس په لارو کوڅو کې مزدوري کوي يا خېراتونه غواړي، نو اسانه ده چې د هغوي جنسي استحصال وکړی شي. اوس چې ماشومان لارو کوڅو ته راووځي نو يو اړخ ته د کرونا وايرس ښکار کېدل يې اسان شوي او بل د جنسي تېريو خطرې هم زياتې شوې دي.

دا په داسې حال کې چې په صوبه کې ښوونځي بند دي، د سېل ځايونه تړل شوي دي او ځيني ماشومان په بازارونو کې په کار کولو مجبوره شوي دي.

په دې اړه د مردان کالج يو استاذ پروفېسر منظور علي وايي په دې حالاتو کې په مور پلار ذمه واري زياتېږي چې هغوي په ماشومانو کېدونکی تشدد منع کړي او د هغوي سم تربيت وکړي.

نوموړی وايي که مور پلار خپل ماشومان وهي، تشدد پرې کوي نو د دې هېڅ ګټه نشته، کورونه په دې حالاتو کې بيخي خالي پرېښودل هم نه دي پکار. بايد په کورونو کې دا ترتيب جوړ شي چې په کومه ورځ به څوک په کور کې دننه وي او څوک بهر.

د ياد وړ ده چې په صوبه کې له وړاندې ماشومان د جنسي تېريو ښکار دي او تېر کال ۲۴۸ پېښې مخې ته راغلې وې خو په صوبه کې د ماشومانو د حقونو قانون ۲۰۱۰م د موجودګۍ باوجود هم د ماشومانو د تحفظ کمېشن غېرفعاله دی.

د دې ترڅنګ په صوبه کې د ماشومانو لپاره خصوصي عدالتونه هم جوړ شوي دي خو په ضلعو کې د ماشومانو د حقونو لپاره جوړې کمېټۍ د فنډ د نيشتوالي له کبله ختمې شوې دي، دغه کمېټو به د ماشومانو د تحفظ او د تشدد د کمي لپاره خپل کردار ادا کولو چې اوس نیشته.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG