لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مردان فخرزمان د چیمپینز ټرافۍ مین اف دي میچ


د پاکستاني لوبغاړو د چیمپینز ټرافۍ سره تصویر
د پاکستاني لوبغاړو د چیمپینز ټرافۍ سره تصویر

بیټسمین او سپن بالر فخرزمان د چیمپینز ټرافۍ په فاینل کې د پاکستان په کامیابۍ کې مرکزي کردار ادا کړو. هغه په ١٠٦ بالونو ١١۴ رنز جوړ کړل او په میچ کې د غوره لوبغاړي یا مین اف دي میچ اعزاز لاس ته کړو.

د فخر زمان د بیټنگ په اننگز کې درې چکې یا شپږ رنزې او ١٢ چوکې یا څلور رنزې شاملې وې.

٢٧ کلن فخرزمان په وړمبي وار په چیمپینز ټرافۍ کې د پاکستان په قامي ټیم کې ولوبیدلو او د چیمپینز ټرافۍ څلور میچونه يي وکړل.

د چیمپینز ټرافۍ په دوو میچونو کې فخر زمان پنځوس پنځوس رنزونه وکړل او په فاینل کې يي د خپل کریر وړمبۍ سینچري وکړه او په ١١۴ رنزونو اوټ شو.

فخرزمان د مردان ضلعې د کاټلنگ د اینځرگي کلې اوسیدونکی دی. د پاکستان هند ته ماتي ورکولو ورسته په اینځرگي او خوا او شا کلو کې خلکو خوشحالۍ وکړې او د فخرزمان په پلار فقیرگل يي گلونه وشیندل. دغه وخت د وي او ای ډیوه خبریال ریاض حسین د فخرزمان د هجرې نه نیغ په نیغه حال بیانولو. ریاض حسین وویل چې د تر لرې لرې پورې د خلکو قطارونه ولاړ دي چې د فخرزمان کور ته مبارکۍ دپاره راراون دي.

د فخر زمان پلار فقیر گل ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وویل ځوي ورله سر د فخر نه لوړ کړو دی. هغه د خپل کلي اینځرگي نه د ټلیفون په ليکه اوویل دفخر زمان مور او خویندې هم ‌‌‌‌‌‌ډېرې خوشحاله دي.

د فخرزمان په کور کې د ډولکو غږیدلو او زنده باد شور کې راگیر د فخرزمان ورور عارف ‌زمان ‌‌‌‌‌ډيوه ته نیغ په نیغه پروگرام کې اوویل پښتانه تل د نرتوب او بري کارونه کوي "زما ورور نر پښتون دی او د قام او وطن نوم ېې روښانه کړو."

هغه ډیر جذباتي انداز کې په هندوستان غږ وکړو چې خپله لوب ‌‌‌‌ډله اوس پاکستان ته د مقابلې لپاره وليږي.

د فخر زمان د سکول یو ملګري حضرت علي ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته اوویل د فخر زمان په ملګرتیا فخر کوي . هغه اوویل دوي ددې ګټې وروستو په خوشحالۍ کې په اینځرگي کلې کې اتش بازي کوي.

د پاکستان هند ته د ماتي ورکولو ورسته په ټولنیزه رسنیو، نشریاتو او مطبوعاتو کې د فخرزمان د لوبې ستاینه شوي او د هغه لپاره د هیرو یا د اتل ټکی استعمال شوی.

په هجره کې د خوشحالۍ او د خلکو د گڼې گوڼې په حال کې د فخرزمان پلار فقیر گل د ریاض حسین دلارې په واشنگټن کې د رحمان بونیري سره په پښتانه ستوري پروگرام کې مختصر خبرې وکړې او خپله خوشحالۍ يي څرگنده کړه. دغه خبرې دلته اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG