د پاکستان د کرکټ چیمپینز ټرافۍ په گټه کې مرکزي کردار او په فاینل کې مین اف دي میچ اعزاز گټونکي بیټسمین فخرزمان وي او ای ډیوه سره په خصوصي مرکه کې وویل په ټورنامنټ کې د پاکستان بریا کرکټ بیا راژوندی کړو او خلکو ورته په کامیابۍ ډیره مینه ورکړې ده.
فخرزمان د نهې، سه شنبې، په ورځ د سلگونو مینه والو په بدرگه کې د مردان ضلعې په انځرگي کلې کې خپل کور ته راورسیدو. په کلي، کور او هجره کې خوشحالۍ ماحول وو.
د فخرزمان په کورنۍ هجره کې خلک هغه، د هغ پلار او نورو خپل خپلوانو ته امبارکۍ دپاره راتلل. فخرزمان ته څیرې په غاړه شوي وې.
په خپله هجره کې د ډیوه خبریال ریاض حسین په لنډو خبرو کې فخرزمان وویل په کلي کې ځوانانو په کرکټ کې د تربيي لپاره يي اکیډمي پرانستلې ده او غواړي چې د خپلې سیمې خلکو ته هم کرکټ وښايي.
په چیمپینز ټرافۍ کې د خپلې لوبې په اړه فخرزمان وویل پیچ د هغه د طبې نه و نو ځکه يي خپله فطرې لونه نشوه کولی او هیڅ کله هم د څه فشار د لاندې نه و. فخرزمان وویل جارحانه لوبه د هغه فطرې انداز دی.
ړبیټسمین او سپن بالر فخرزمان د چیمپینز ټرافۍ په فاینل کې په ١٠٦ بالونو ١١۴ رنز جوړ کړل او په میچ کې د غوره لوبغاړي یا مین اف دي میچ اعزاز لاس ته کړو. د فخر زمان د بیټنگ په اننگز کې درې چکې یا شپږ رنزې او ١٢ چوکې یا څلور رنزې شاملې وې.
فخرزمان ٢٧ کلن دی او په وړمبي وار په چیمپینز ټرافۍ کې د پاکستان په قامي ټیم کې ولوبیدلو او د چیمپینز ټرافۍ څلور میچونه يي وکړل.
د چیمپینز ټرافۍ په دوو میچونو کې فخر زمان پنځوس پنځوس رنزونه وکړل او په فاینل کې يي د خپل کریر وړمبۍ سینچري وکړه او په ١١۴ رنزونو اوټ شو
فخرزمان د مردان ضلعې د کاټلنگ د اینځرگي کلې اوسیدونکی دی.
فخرزمان سره د ریاض حسین مرکه دلته اوریدی شئ: