لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مطبوعات: نوی حکومت د ګورنرانو، وزيرانو او د سرکاري افسرانو مراعات کمول غواړي


د پاکستان نوي وزیراعظم عمران خان ویلي وو د ټېکسو ادا کونکو شمېره به زیاتوي. څېړونکي وايي د ټیکسونو زیاتول به گراني زیاته کړي
د پاکستان نوي وزیراعظم عمران خان ویلي وو د ټېکسو ادا کونکو شمېره به زیاتوي. څېړونکي وايي د ټیکسونو زیاتول به گراني زیاته کړي

د پاکستان حکومت په قامي بجټ کې بدلون کول غواړي او پوهان وايي د دې سره به په ملک کې ګراني زياته شي او دا به د تحریک انصاف د حکومت د ټېکسونو د جال پراخه کولو وعدې څرگندې کړي.

تحریک انصاف ویلي وو د ټیکسونو هدف د ۴۰۰۰ ارب روپو نه ۸۰۰۰ ارب روپو ته رسوی.

په بجټ کې د حکومت د مجوزه ترمیم په اړه اقتصاد پوهه مهتاب حېدر وي او ای ډیوه ته وویل حکومت د ګڼ شمېر اقتصادي ستونزو سره مامخ دی، چې پکې د کرنټ اکاؤنټ خساره او بجټ خسارې شامل دي.

د نوموړي په وېنا تېر کال د قامي بجټ خساره ۴.۳ فيصده ښودلې شوې وه خو اوس د بجټ دغه خساره ۶.۶ فيصد ده. مهتباحېدر وویل حکومت ته پکار دي چې د ټېکسونو د زياتوالو پرځای دې د ټېکسونو جال پراخه کړي چې دا رنگ د ټېکس ادا کونکو شمېره زیاته شي.

د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ایکسپرس ټريبيون د خزانې د وزير اسدعمر له قوله ليکلي چې په بجټ کې د ترمبم قانون د پارلیمنټ نه د منظورولو ورسته به یې عملي کړي.

مطبوعات وايي مرکزي حکومت د قامي بجټ د ترقیاتی پنګو نه ۴٠٠ ارب روپۍ راکمول غواړي او د ۴٠٠ اربه روپو کسټم ډيوټي او په درامداتو یا وارداتو رېګولېټري ډیوټي هم زياتول غواړي.

د بجلۍ قيمت د يو يونټ په سر ۴.۴۱ روپۍ سېوا کړی او د انکم ټېکس د کال شرح د ۱۲ لاکه نه اته لاکه ته راکموي.

مهتاب حېدر وايي په زرګونو داسې څيزونه دي چې که چېرې حکومت پرې یوازې يو فيصد کسټم ډيوټي هم سېوا کړي نو د دې سره به د شیانو بیې لوړې شي او د خام مال د قيمتونو د زیاتوالي سره به په ملکي کچه د جوړېدونکو څيزونو خرچې به سېوا شي او اثر به یې په عامو وګړي وغورځیږي.

مرکزي حکومت وايي چې تېر حکومت د انکم ټېکس شرح ۱۲ لاکو ته سالانه راکوزه کړې ده چې له کبله يې حکومت ته د ۷۵ اربه روپو تاوان اوړولی دی.

د مطبوعاتو ترمخه حکومت غواړي چې په ملکي کچه د ګورنرانو او وزيرانو او ججانو نه علاوه د سرکاري افسرانو مراعات هم راکم کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG