لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومتي کمېټۍ په پاکستان کې د "تعلیمي اېمرجنسۍ" غوښتنه کړې


ميټي ویلی دا مهال ګرد هېواد کې د ٥ نه تر ١٦ کالو د عمر دوه نيم کروړه ماشومان د سکولونو نه بهر دي. کمیټۍ غوښتي چې د تعليم د څانګې بوديجه دې د مجموعي ملکي پيداوار د ٢.٢ فيصدي نه ٤ فيصدي ته سيوا کړی شي
ميټي ویلی دا مهال ګرد هېواد کې د ٥ نه تر ١٦ کالو د عمر دوه نيم کروړه ماشومان د سکولونو نه بهر دي. کمیټۍ غوښتي چې د تعليم د څانګې بوديجه دې د مجموعي ملکي پيداوار د ٢.٢ فيصدي نه ٤ فيصدي ته سيوا کړی شي

د پاکستان د سپريم کورټ په امر په هېواد د تعليم په برخه کې د اصلاحاتو لپاره جوړې کميټې ویلي دا وخت دوه نیم کروړه ماشومان د سکولونه څخه بهر دي او د تعلیم په مد کې د یو رنگ نصاب نشت والی او د تعلیم دپاره په بجټ کې کمې پېسې لوې مسلې دي.

کمېټۍ غوښتنه کړې چې په ملک کې د تعلیم زیاتولو دپاره دې "تعلیمي اېمرجنسي" ولگول شي یا بېړنی حال دې پرځای کړی شي.

مطبوعات واي تعلیمي کميټۍ په خپل رپورټ کې د هېواد د تعليم څانګې ته د پيښو يو شمېر ننګونو د مخنوي لپاره په قامي کچه د تعليمي اېمرجنسې د غوښتنې ترڅنگ دا خبره په ډاگه کړې چې غیر مساوي نصاب، د هنري تعلیم کمی او په لويه شميره کې د سکولونو نه بهر ماشومان هغه لوي مسلې دي چې په سمدستي ډول د حکومت توجه ته اړتیا لري.

د سپريم کورټ په امر جوړې کړې شوې د دغه کميټې مشري وفاقي محتسب کوي او غړو کې صوباي سېکرېټريان، د لا اينډ جسټس کميشن سېکرېټري او د بيله بيلويونيورسټيانو وايس چانسلران شامل دي.

کمېټۍ ویلي خپل رپورټ به د عملي کېدو دپاره مرکزي حکومت ته ورکوي.

کميټي ویلی دا مهال ګرد هېواد کې د ٥ نه تر ١٦ کالو د عمر دوه نيم کروړه ماشومان د سکولونو نه بهر دي. کمیټۍ غوښتي چې د تعليم د څانګې بوديجه دې د مجموعي ملکي پيداوار د ٢.٢ فيصدي نه ٤ فيصدي ته سيوا کړی شي.

پاکستان کې د تعليم د څانګې د پرمختيا لپاره کار کونکې غير دولتي ادارې الف اعلان غړی عمر اورکزی وايي که څه هم د پي ټي اي حکومت په کال ٢٠١٣ کې خيبر پښتونخوا کې د تعليم اېمرجنسي اعلان کړې وه خو بيا هم دا وخت ٢٥ لکه ماشومان سکلونو ته نه ځي اوددې لوې علت د سرکاري سکلونو غير معياري نصاب او د سکولونو نشتوالې دی.

عمر اورکزی وايي "پکار ده چې نه يواځې په ملک کې يو شان تعليمي نظام راولي بلکې پدې عمل هم باوري کړي او د سرکاري سکولونو کې د تعليم معيار دومره اوچت کړي چې مور پلار بچي دغه سکلونو کې داخلولو ته خپله اړه شي."

د تعليم ماهر او څيړنکار پروفيسر خادم حسين واي بايد چې په نصاب کې بدلون راشي خو نصاب صرف د کتاب نوم نه دی.

هغه بيا واي ، پديکې د تدريس طريقه کار او تعليمي ماحول شامل دي. هغه زیاته کړې چې داسې نصاب پکار دی چې د ماشوم تنقيدي شعور رابيدار کړي او ماشومانو ته هرقسمه هنر مندي ورکړي او هغوي دې د مختلفو تهذيبونو سره اشنا کړې شي چې معاشرتي شعور ويل کیږي."

کميټۍ تجویز کړی دی چې نوي سکولونه دې جوړ کړی شي، په لويه شميره کې دې استاذان بهرتي او تربيه کولو ترڅنگ دې غير فعاله سکولونه فعال کړی شي. کمېټي وايي د سرکاري سکولونو نصاب ته دې بيا کتنه وشي او د دې لپاره دې په ماهرينو يو "تهينک ټهينک" یا د څېړنې اداره جوړه کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG