لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان قرضې ۱۱۳ ارب ډالرو ته رسېدلي دي، سټېټ بېنک وايي 


د اقتصاد ماهر مهتاب حېدر وايي پاکستان ته بهرملکي نېغ په نېغه سرمايه کاري نه راځي او د پاکستان برامدات هم په ځای ولاړ دي. د بهر هېوادونو نه پاکستاني وګړي اوس زياتې پېسې رالېږي خو بيا هم د موجوده حکومت په دور کې د قرض اخستلو کچه زياته ده
د اقتصاد ماهر مهتاب حېدر وايي پاکستان ته بهرملکي نېغ په نېغه سرمايه کاري نه راځي او د پاکستان برامدات هم په ځای ولاړ دي. د بهر هېوادونو نه پاکستاني وګړي اوس زياتې پېسې رالېږي خو بيا هم د موجوده حکومت په دور کې د قرض اخستلو کچه زياته ده

د پاکستان مرکزي بېنک وايي په تېرو دوو کالو کې د پاکستان په بهرنۍ قرضو کې ۱۷ اربه ډالره زياتوالی شوی او په مجموعي توګه قرضې د ۹۶ اربه ډالره نه ۱۱۳ ارب ډالرو ته رسېدلې دي.

د اقتصاد پوهان وايي د ملک د قامي بجټ (بوديجې) لويه برخه په قرضو او دفاع خرڅ کېږي، د پرمختيا، صحت او د تعليم لپاره کمه برخه پاتې کېږي.

د اقتصاد ماهر مهتاب حېدر وايي پاکستان ته بهرملکي نېغ په نېغه سرمايه کاري نه راځي او د پاکستان برامدات هم په ځای ولاړ دي. د بهر هېوادونو نه پاکستاني وګړي اوس زياتې پېسې رالېږي خو بيا هم د موجوده حکومت په دور کې د قرض اخستلو کچه زياته ده.

د نوموړي په وينا له تېرې مياشتې د کرنټ اکاونټ خساره بيا په زياتېدوه ده ځکه چې د پاکستان په غېرملکي زرمبادله کې ۹۰۰ مليونه ډالره کمی راغلی دی.

مرکزي بېنک زياتوي چې په مجموعي توګه په پاکستان بهرنۍ او ملکي قرضې ۴۴ زره ۵۶۴ اربه روپۍ ته رسېدلې دي چې پکې بهرملکي قرضې د سود سره ۱۸زره ۹۷۸ اربه روپۍ دي.

د اقتصاد ماهر او استاد ارسلان اقبال وايي پاکستان د قرض د بېرته ورکولو لپاره قرضې اخلي. دا هغه قرضې دي چې وړاندې اخستل شوې دي او اوس يې د بېرته ورکولو نېټه پوره شوي ده.

د اقتصاد پوهان دا هم وايي چې په قرضونو کې د زياتوالي يو علت دا هم دی چې په تېره موده کې د روپۍ بېعه ډېره کمه شوې ده او د روپۍ په مقابله کې ډالر ۱۶۸ ته رسېدلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG