لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فافین وايي د قبایلي ضلعو په پرونیو انتخاباتو کې چا ته کوم خنډ ندی پیښ شوی


په پاکستان کې د آزادو او منصفانه انتخاباتو نیټ ورک (فافېن) وایي د هغو د څارنې ترمخه، په قبایلي ضلعو کې د صوبائي اسمبلې څوکیو ته د انتخاباتو په ترڅ کې، خلکو ته کوم خنډ ندی پیښ شوی. په ورته وخت کې د سیمې ځینو اوسېدونکو ویلي چې انتخابات د امنیتي ادارو تر سیوري لاندې و، او نورو آزادو څارونکو ته هم اجازت نه و چې د انتخاباتو عمل وڅاري.

د آزادو او منصفانه انتخاباتو د نیټ ورک سکریټري جنرل حمید الله کاکړ له وي او اې ډېوه سره په مرکه کې ویلي چې تر اوسه دوی ته د څوارلسو حلقو نتایج ورغلي او د دې نتایجو له مخې، په انتخاباتو کې د ووټرانو د برخې اخیستنې فیصدي تر اته ویشتو کمه وه.

د فافېن د معلوماتو له مخې، د هغه کسانو په منځ کې چې په دې انتخاباتو کې یې برخه اخیستې وه، بیا ٪٣٠ یې زنانه ووټرانې وې.

حمید الله کاکړ وویل چې په قبایلي ضلعو کې (د څوارلسو حلقو د نتایجو له مخې)، د ټرن اوټ یا په انتخاباتو کې د واجدو ووټرانو د شمیر فیصدي ٢٧.٦ ته رسېدلې ده. ښاغلي کاکړ زیاته کړه چې په تېر الېکشن کې دا کچه ٪۴٣ ته رسېدلې وه.

د هغه په باور، داځل د برخه اخیستونکو رایه اچونکو د فیصدۍ کمیدلو وجه یوه دا وه چې "په تیر انتخاباتو کې د ووټرانو تعداد، تقریبا" ٢٥ لاکهه وه. او دا اوس موجوده کوم تعداد چې دی، اته ویشت لاکهو ته رسیدلی دی."

د فافېن مشر، حمید الله کاکړ
د فافېن مشر، حمید الله کاکړ

دویمه وجه یې، د هغه په وینا، دا د پښتنو سیمې دي، لیرې پرتې دي، له دې وجهې هم د ووټرانو شمیر کم راروان دی."

کله چې د فافېن له سکریټري جنرل، حمید الله کاکړ نه د رایو په مرکزونو کې د پوځیانو د موجودیت او کردار په حواله پوښتنه وشوه، نو هغه دا کومه غیرقانوني مسئله ونه بلله، او ویې ویل: "زمونږ د هغه رپوټ مطابق چې په الیکشن کې د برخه اخیستونکو خلکو نه مو په کې پوښتنې کړي، داسې خاص اطلاعات مونږ ته نشته چې خلکو ته کوم خنډ پیښ شوی اوسي. او بل چې کوم هلته سیکوریټي مامورین دي، کوم چې تعیینات شوي دي، دا د الیکشن کمیشن ٢٠١٧ کوم ایکټ چې جوړ شوی دی، په دې کې دا شی موجود دی چې کله الیکشن کمیشن وغواړي، نو هلته سیکوریټي کارکنان تعیینات کولای شي. او دا ایکټ هم پخپله همدې سیاسي گوندونو جوړ کړی دی."

بل پلو د انتخاباتو په ورځ، په جنوبي وزیرستان کې د کوریکټ یو اوسېدونکي معین خان ډېوه ته وویل چې سیکوریټي افسرانو له خلکو سره توپیرناکه چلند کاوه. هغه زیاته کړه چې "سیکوریټي فورسز د عارف وزیر زنانه د کمپاین استازي ټوله واپس کړل او ورته وایي چې تاسو دلته فتنه جوړوئ. دا په کریکوټ گرلز سکول کې."

معین خان دا هم وویل چې سیکوریټي کسانو " د عارف وزیر یا اې اېن پي والا زنانه ووټران" د پولینگ سټیشنونو دننه نه پرېښودل بلکې صرف پي ټي آی والا پرېښودل.

یاده دې وي چې په تیرو څو هفتو کې، په قبایلي ضلعو کې سیاسي ډلو او یو شمیر امیدوارانو شکایت کاوه چې گني ټولو ته یو شان موقع د کمپاین نده ورکړل شوی، یا له دوی سره د انتظامیې چلند بدل و او د پي ټي آی کاندیدانو سره به یې بیا رویه بیله وه.

خو د فافېن سکریټري جنرل، حمید الله کاکړ وایي چې دوی د اپریل میاشتې راهیسې، له ٢٠٣ امیدوارانو سره مرکې کړي او په دې کې، "تقریبا ٨٧ فیصده خلکو مونږ ته ویل چې دا انتخابي کمپاین چې روان دی، یا جلسې کیږي، دا مونږ پخپل آزادانه سوچ سره پر مخ بیایو."

ویل کیږي چې د برخه اخیستونکو زنانه و کچه، د ټولو ووټرانو ٣٠ فیصده وه
ویل کیږي چې د برخه اخیستونکو زنانه و کچه، د ټولو ووټرانو ٣٠ فیصده وه

د انتخاباتو په ورځ، یو ځایي خبریال، ولي خان شینواري ډېوه سره په خبرو کې وویل چې د میډیا نمایندگانو ته ډېر زیات، او با قاعده توگه باندې مشکلات پیښ شوي و. هغه وویل: "کله چې مونږ پولینگ سټیشن ته ولاړو، ډېر وخت د چېکنگ نه بعد، مونږ ته دننه د تلو اجازت میلاو شو. هغه هم د الیکشن کمیشن عملې اجازت راکړ. خو چې کوم د سیکوریټي فورزس کسان په سټیشن باندې موجود و، هغوی مونږ سره هیڅ قسم تعاون نه کولو، هېڅ قسم ایکسس یې نه راکولو. هغوی ویل، مونږ ته آرډر شوی چې میډیا کسان به دننه پولینگ سټیشن کې نه پرېږدئ."

خو ولي خان شینواري دا هم وویل چې د الیکشن کمیشن چارواکو ورته د سهولت په برابرولو کې هڅې کړي دي.

یاده دې وي چې له فافېن (د آزاده او منصفانه انتخاباتو نیټ ورک) نه بغیر، بل کوم بهرني یا کورني څارونکو ته دا اجازت نه و ورکړی شوی چې په قبایلي ضلعو کې دې دغه انتخابات وڅاري.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG