لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبایلو وطن کارډ که عذاب کارډ ؟


د پاکستان پوځ لخوا د قبايلي سيمو خلکو ته ورکړل شوی وطن کارډ د منسوخ کولو اعلان يو خوا په خلکو او په خاصه توګه د وزيرستان په اوسيدونکو کې خوشحالي رامنځ ته کړې نو د بلې خوا يې د پوځ په دريځ تپوسونه هم راپورته کړي چې وطن کارډ د څه مقصد د پاره ضروري کڼل شوی و؟

د پاکستان پوځي چاوراکي وايي چې وطن کارډ يې د ترهګرو د پېژندګلو د پاره کارولو خو ځايي خلک ګیله کوي د پوځ دريځ سم نه دی. د پښتون لانګ مارچ په غوښتنو کې يوه غوښتنه د وطن کارډ د ختمولو هم وه او د احتجاج په دوران کې د ټرايبل يونين اف جرنلسټس پخوانی مشر سيلاب محسود لومړی تن و چې د تقرير کولو په موقع يې وطن کارډ غورځولی و او اعلان يې کړی و چې نور به دغه لانجمن کارډ ونه ساتي.

منظور پښتين او د هغه ملګرو دا اعلان هم کړی و چې د واڼا جلسې ته به په وطن کارډ نه ځي خو د جلسې د وخت ټاکلو نه وړاندې د پوځ لخوا اعلان وشو. ډيوه ريډيو ته په خپلو خبرو کې منظور پښتين وويل چې د دې فيصلې هرکلی کوي. دی واي د پښتون لانګ مارچ ملګرو د پوځ د وياند جنرل اصف غفور سره په خبرو کې د وطن کارډ مسله راپورته کړې وه.

د وطن کارډ په اړه په سوشل ميډيا هم بحثونه پيل شوي وو او يوې سياسي فعالې او د پښتون لانګ مارچ ګډونوالې بشری ګوهر په خپل يو ټويټ کې هم دا پوښتنه کړې وه کچرې وطن کارډ دومره مهم سند دی نو دا تر اوسه په لاهور کې ولې پاکستانيانو ته نه دی ورکړل شوی؟

د پښتون لانګ مارچ د غړي محسن داوړ نه چې مو په دې اړه وپوښتل نو هغه واي د پوځي چارواکو سره چې څومره ملاقاتونه شوي دي او د وطن کارډ منطېق يې ترې پوښتلی نو چا هم مطمين کړي نه دي. ښاغلی داوړ واي چې د پوځ په مرکز يا جي ايچ کيو کې يې هم په دې اړه اوږده بحثونه شوي او نن يې د وزيرستان د جي او سي سره هم په دې مسله ليدل کړي خو د هغوي په خبرو او دريز کې يوشانوالی نه و.

چې کله مو ترې د پوځ د دريز او د جنرل غفور د ټويټ په حقله وپوښتل چې پوځ واي دا يې د راشن يا خوراکي مرستو لپاره خلکو ته ورکړي نو محسن داوړ دا دعوه هم غلطه وبلله او واي د راشن ورکولو د پاره خو بيل کاغذ يا کارډ ورکړل شوی دی.

محسن داوړ واي د پوځ چارواکو ته مو ويلي دي چې قومي شناختي کارډ لري او هغه په ښه طريقه د ترهګرو او پاکو خلکو په بيلولو کې پکاريدی شي. دوي مشينونه لري او وسايل لري نو څنګه چې په نور ملک د خلکو سره چلند دی هم دغه دې د قبايلي سيمو د خلکو سره وشي.

ښاغلی داوړ وايي که چرې وطن کارډ د ترهګرو د پېژندګلو د پاره دی نو ترهګري خو په لاهور او کراچۍ کې هم شته ولې يې هلته دغه کارډ نه دی ورکړی؟ هغه واي د وطن کارډ ختمول يې غوښتنه وه او دغه غوښتنه پوره کېدل يې يوه لاس ته راوړنه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG