لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمودقرېشي: افغانان به فېصله کوي چې ایا هېواد د ۱۹۹۰ لسېزې ته بیا بوځي او که خپلو کې سوله کوي


د روسي ځواکونو د انخلا وروسته د ۱۹۹۰ لسېزې شروعات په افغانستان د خونړۍ خانه جنګۍ دپاره یادیږي. طالبان د دغه نا امنۍ وروسته په کابل کې واک ته ورسېدل
د روسي ځواکونو د انخلا وروسته د ۱۹۹۰ لسېزې شروعات په افغانستان د خونړۍ خانه جنګۍ دپاره یادیږي. طالبان د دغه نا امنۍ وروسته په کابل کې واک ته ورسېدل

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ویلي د هېواد د اینده په اړه فېصله به اوس افغانان خپله کوي چې ایا خپل منځو کې مفاهمت ته رسېږي او که افغانستان د ۱۹۹۰ لسیزې ته بیايي.

د وي او اردو څانګې سره مرکه کې شاه محمود قرېشي وویل "دا ذمه دا اري اوس د افغانانو ده چې ایا د خپل مسقتبل په باره کې خپلو کې څه نتیجې ته رسي او که افغانستان د ۱۹۹۰ لسېزې ته بیا ټېله کوي."

د روسي ځواکونو د انخلا وروسته د ۱۹۹۰ لسېزې شروعات په افغانستان کې د خونړۍ خانه جنګۍ دپاره یادیږي. طالبان د دغه نا امنۍ وروسته په کابل کې واک ته ورسېدل.

د اردو څانګې سره مرکه کې، د پاکستان خارجه وزیر نه پوښتنه وشوه چې د طالبانو سره دا وخت د پاکستان د تعلقاتو نوعیت څه دی؟ شاه محمود قرېشي وویل "زمونږ تعلقات د هغوی سره مناسب دي. هغوي د خپل سوچ مالکان دي. خودمختار دي لیکن مونږ کوښښ کوو چې هغوي قایل کړوو چې په رابط کې پاتې کېدل د هغوي په مفاد کې دي او د افغانستان امن د افغانانو په مفاد کې دی او هغوي (طالبان) هم افغان دي."

افغان مامورین په پاکستان د طالبانو د ملاتړ الزام پورې کوي او وايي د طالبانو مشران په پاکستان کې مېشته دي. پاکستان دا خبره ردوي.

د امریکا د پوځ د مرکزي کمانډ یا سېنټکام پخوانی مشر، ریټایرډ جنرل جوزف ووټل چې اوس مهال امریکا کې د منځني ختیځ په څېړنیز انسټیټیوټ کې د قامي سلامتیا سېنیر څېړونکی دی، وایي چې امید دی پاکستان د افغانستان د امن و استحکام په چارو کې لا ډېر ګټور او د ملاتړ رول ولوبوي. هغه زیاتوي چې له افغانستانه د امریکایي قواوو د انخلا نه پس، دا ضروري ده چې امریکا له پاکستان سره د امن و استحکام په مسایلو کې تعلقات وساتي.

جنرال (ر) ووټل له وي او اې ډیوه سره په مرکه کې د پاکستان د لا زیاتو همکاریو مثالونه ورکړل او ویې ویل چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د طالبانو مرکزونه بند کړي، د طالبانو په مشرتابه چې «پاکستان کې د پټو مرکزونو نه په افغانستان کې د حملو منصوبه بندۍ کوي» فشار واچوي، او د طالبانو مشران مجبوره کړي چې امن مذاکراتو ته راشي. د ښاغلي ووټل په باور، پاکستان اوس هم د طالبانو په مشرانو باندې ډېر زیات اثررسوخ لري."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG