لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي استازې د افغانستان په اړه پاکستاني چارواکو سره مهمې خبرې کړي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اونیزه وینا کې نن پاکستان ته د امریکا موقتي استازی ایلس وېلز سفر د افغانستان په اړه د امریکا پالیسۍ په تناظر کی مهم بللی.

د پاکستان د بهرنیو چارو ویاند نفیس زکریا تر مخه د پاکستان او افغانستان د پاره د امریکا ځانګړې استازی ایلس وېلز نن په اسلام اباد کې د بهرنو چارو سېکتری تهمینه جنجوعه سره لیدلي او د افغانستان په حالاتو يې خبرې کړي.

نفیس ذکریا ویلي د میرمن وېلز دغه سفر د افغانستان په اړه د امریکا د تګلاری په تناظر کی ډیر مهم سفر دی ځکه چې دواړه هیوادونه به په ټولو اړخونو بحث وکړی او د افغانستان په اړه به خپل دریځ د یو بل سره شریک کړي.

مطبوعاتي راپورونه وایي د افغانستان په اړه د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظامې راتلونکي تګلارې وړاندې د سیمه ایزو هیوادونو د مشرانو سره د خبرو لپاره به امریکايي استازی ایلس وېلز د کابل او نوی ډلی سفر هم کوي.

د پاکستان خارجه وزارت ویاند په افغانستان کې په نژدیو کې شوي ترهګر بریدونه په سختو ټکو غندلي او یو ځل بیا يې د پاکستان هغه دریځ تکرار کړی چې داعش په پاکستان کی وجود نه لري او په افغانستان کی د داعش په زیاتیدونکي عملیاتو اندیښمن دي.

د خارجه وزارت ویاند ویلي د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ځېنو سیمو کې د داعش ترهګرو پاکستان ته د را تلو مخ نیوي لپاره يې ګامونه پورته کړي.

که څه هم پاکستان بیا بیا په هیواد کې د داعش ډلې د جنګیالو نه انکاري او په هیواد کې د ترهګرو پرضد یو شان ګامونو دغوې کوي خو افغان صدر اشرف غنی او نور افغان چارواکي وخت په وخت تور لګوي پاکستان په خپله خاوره افغان طالبانو او د حقاني شبکې کسانو له پناه ورکړې.

افغان طالبان او حقاني شبکه په افغان کې په افغان او امریکايي ځواکونو بریدونه کوي. افغان صدر اشرف غني په نژدیو ورځو کې ویلي وو پاکستان او طالبانو د افغانستان پر ضد مطلق جنګ پیل کړی دی.

امریکا او هندوستان هم بیا بیا د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان په تګ لاری سختې نیوکې کوي. خو پاکستان دغه ټول تورونه ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG