لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان صدر عارف علوي وايي د فرانس نوی قانون مسلمانان بدناموي


د فرانس صدر اېمېنېول مېکرا
د فرانس صدر اېمېنېول مېکرا

د پاکستان صدر عارف علوي د فرانس پر هغه نوي قانون نیوکي کړي دې چې د فرانس د حکومت په قول هدف یې په ملک کې د کرکې د مخنیوي کول دي.

یوې غونډې ته خپله وېنا کې صدر علوي پر فرانس غږ وکړو چې دغه قانون دې پریږ دي چې د هغه په قول دغه قانون مسلمانان بدنامه وي او دا چې که چېرې قانون داکثریت په ګټه او اقلیتونه د یوازی پاته ساتلو د پاره بدلیږې نو دا ډیره خطرناکه خبره ده-

د فرانس د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د صدر عارف علوي پر نیوکو د احتجاج د پاره د پاکستان سفیر ر ابللی و او ویلې وو چې دغه قانون د ټولو مذهبونو تر منځ هیڅ توپیر نه کوي –

پاکستان د څو هغه اسلامي هیوادونو څخه و چې تېرکال د اکتوبر په میاشت کې یې د فرانس په ضد هغه وخت احتجاجونه کړي وو چې د فرانس صدر ایمانویل میکرونو لخوا د پېغمر اسلام د خاکو د شایع کېدو دفاع کړې وه.

په هیواد کې د ننه د تحریک انصاف د اساموفوبیا یا د اسلام نه د ویرې په اړه پر بیانو وخت په وخت بحث کېږي او پوښتنې کیږې چې آیا دغه غږ رابرسیره کول د پاکستان حققیقېې غوښتنه ده او که د کورنیو ګټو د پاره کارول کیږي؟

د پیښور پوهنتون دسیاسیاتو یا پولیټیکل ساینس پروفیسرعبدالرؤف وي او ای ډیوه وايي : اسلاموفوبیا يو پاپولر غږ لري چې ګنې خلک یې په عامه توګه مرسته وکړي- تحریک انصاف هم یو سیاسي ګوند دی او په پاکستان کي اکثریت د مسلمانانو دی- د دې امکان شته چې هغوې د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو د پاره دغه خبرې را اوچتې کې-

ناقدین د چین د ویغور مسلمانانو په اړه د پاکستان پر تګلاره هم پوښتنې کوي چې پرې د پاکستانې چارواکو له اړخه هر کله خوله پټه ساتل شوې ده- په دې اړه چې کله ډیوه د دفاعي څیړنکار بریګډیر ر سید نذیر سره خبرې وکړې نو ویې وېل د چین د ویغور مسلمانانود معاملې سره پاکستان نیغ په نیغ تعلق نه لري، بله دا چې د چین او پاکستان د یو بل سره مرستې په د ی بنیاد دې چې د یو بل کمزورې به نه ښکاره کوې او د یو بل ګټو کي به مرسته کوې- د ملګرو ملتونو په کچه د چین مرسته د پاکستان د پاره ډیره ضروري ده او د دغې مرستي له سببه پاکستان په لویه کچه د ویغور مسلمانانو د حقونو دپاره غږ په هغه کچه نه رابرسیره کوي او نه یې کول غواړی ولې چې د دې سره نور درانه مفادات تښتې دي-

تیره وونی د فرانسسي پارلیمان څخه منظور شوې قانون ته د فرانس صدر میکرون د علیحدګۍ قانون ویلې و، د دوې تر مخه اسلام خوښونکې، د سیکولریزم ، صنفې مساوات او نورو ارزښتونو څخه په انکار کولو ځان د فرانسسی ټولنې څخه جدا کړې دي- دغه قانون فرانسیی حکومت ته دا واک هم ورکوي چې هغه مذهبې سازمانونه او د عبادت ځایونه وتړې چې هغه نظریات خپاره کوی چې د یو کس یا خلکو په وړاندې کرکه او تاوتریخوالې رامینځته کوي-

د پاکستان حکومت په ځانګړې توګه د میکرون په تګ لارو سختې نیوکې کوي، تیر کال د اکتوبر په میاشت کې وزیراعظم عمران خان هم ویلې وو چې میکرون د دغه شان بیانونو په ذریعه پر اسلام برید کوي، د پېغمبر اسلام د خاکو د خپرولو د عمل دفاع کوي او اسلاموفوبیا هځوي-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG