لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په پاکستان کې د ٥٠٠ نه زیات کسان د غیرت په نوم وژل شوي


په پاکستان کې د انساني حقونو لپاره کارکونکي یوې غیر حکومتي ادارې ویلي په کال ٢٠١٧ م کې په هیواد کې د ٥٠٠ نه زیات کسان د غیرت په نوم وژل شوي دي چې د خېبر پښتونخوا ١١٨ ښځې او سړي شامل دي.

د هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان د رپورټ ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د عزت په نوم وژل شوو کسکانو کې زیاته شمیره، ٧٢، د ښځو ده. ددې نه علاوه ۴٦ سړي او دوه ماشومان د صوبې په مجموعي توگه په ١١٨ کسانو کې شامل دي.

ادارې ویلي د وژل شوو کسانو شمیره ددې نه هم زیاته کیدی شي ځکه چې د پاکستان په زیاتره لرې پرتو سیمو کې داسې قسمه پېښو ته بدل نومونه ورکړی کیږي او اکثر پېښې په مطبوعاتو کې رپورټ هم نشي.

په خېبرپښتونخوا کې د انساني حقونو لپاره کارکونکی ارشاد خان وي او ای ډیوه ته ویلي د غیرت په نوم قتلونو کې زیاتره د کورنۍ غړي لاس لري نو ځکه یې څوک پولیس ته اطلاع هم نه ورکوي.

نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال ریاض حسین رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG